ولسمشر: سر ورکوم، خو د افغانستان اوبه بې ځایه نه ورکوم

افغانستان

ولسمشر: سر ورکوم، خو د افغانستان اوبه بې ځایه نه ورکوم

739

نن کابل کې نړیوال زراعتي نندراتون جوړ شوی و چې د ولسمشر سربېره د کرنې وزیر او نورو اړوندو کسانو په کې ګډون کړی و.

ولسمشر اشرف غني ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، تخصص دا نه دی چې لېسانس یا ماستري ولرئ، بلکې تخصص په دې راځي چې څه ډول د بزګر په جېب کې پيسې واچوئ. ولسمشر له مسوولینو وغوښتل چې د هېواد تولیداتي نقشې ورته چمتو کړي، څو پوه شي د هېواد کوم ولایت کومه مېوه تولیدوي.

ولسمشر غني له ټولو بزګرو وغوښتل چې ملي اتحاديې جوړې کړي او دغه اتحاديې باید له کلیو پېل او ملي کچې ته ورسېږي، څو هر بزګر ته لاس رسی وموندل شي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د افغانستان د اوبو ارزښت ته اشاره وکړه. هغه وویل، که اوبه په سم ډول مدیریت کړو، نو د افغانستان پېداوار به دوه او درې چنده شي.

"واضح درته وایم چې سر ورکوم، خو د افغانستان اوبه بې ځایه نه ورکوم".

د ولسمشر په وینا، له تېر حکومته ورته پاتې شوی زارعت اوس د بدلون په حالت کې دی او د بزګر ذهنیت هم بدلون کړی دی.



اعلان