ټرمپ: سعودي او پاچا يې زموږ له مرستې پرته دوه اوونۍ هم پاتې کېدای نه شي

سيمه او نړۍ

ټرمپ: سعودي او پاچا يې زموږ له مرستې پرته دوه اوونۍ هم پاتې کېدای نه شي

464

د امریکا ولسمشر د خپل نږدې عرب ملګري په تړاو د تمې خلاف څرګندونې کړي دي.

ډونلډ ټرمپ چې د امریکا مسیسپي ایالت کې يې یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې سعودي او پاچا يې د امریکا د پوځ له ملاتړ پرته دوه اوونۍ هم پاتې کېدای نه شي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، ټرمپ ویلي، موږ سعودي ساتو. "زه له پاچا سره مینه لرم، پاچا سلمان سره". د ټرمپ په وینا، پاچا سلمان ته مې وویل: پاچا! موږ تا ساتو، تاسو له موږ پرته دوه اوونۍ هم (واک کې) پاتې کېدای نه شئ.

ټرمپ نه ده څرګنده کړې چې دا خبرې يې د سعودي پاچا ملک سلمان ته کله کړي، خو د تېرې شنبې په ورځ ټرمپ له پاچا سلمان سره ټيلیفونې خبرې کړې وې. ټرمپ دا خبرې داسې مهال کوي امریکا کې د تېلو بیې مخ پورته روانې دي.

د سعودي حکومتي رسنۍ SPA د شنبې په ورځ د دواړو مشرانو تر منځ شوې خبرې تاییدوي او وايي چې دوی پر تېلو او نړیوال اقتصادي پرمختګ باندې خبرې کړي.

ټرمپ له دې وړاندې څو ځله د تېلو تولیدوونکو هېوادونو څخه په څرګنده غوښتنه کړې چې د تېلو بيې ټيټي کړي، خو له دغو بربنډو توندو غوښتنو او څرګندونو سربېره د امریکا او سعودي تر منځ اړیکې ښې دي.

ویل کېږي، امریکا کې د تېلو د لوړو بیو له امله خلک له حکومته ناراضه دي.



اعلان