پاکستاني رسنۍ: امريکا له پاکستان سره خپلې اړيکې رغوي

سيمه او نړۍ

پاکستاني رسنۍ: امريکا له پاکستان سره خپلې اړيکې رغوي

300

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نيوز د دې هېواد او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ ليدنې ته په کتو ويلي، چې امريکا غواړي يو ځل بيا پاکستان ته نږدې شي او اړيکې ورسره ورغوي. له ورځپاڼې سره سم د دواړو وزيرانو تر منځ اوسنۍ ناسته له کومو څرګندو پايلو پرته پای ته رسېدلې، خو دواړو لورويو افغان سوله کې د طالبانو د ورګډولو پر اړتيا زور راوړی او امريکا د خپلې تګلارې د پلې کولو په پار پاکستان سره پر ګډه د کار کولو غوښتنه کړې ده.

سرچينې ليکلي چې د دواړو لوريو تر منځ د خبرو اترو لومړۍ دوره تېره مياشت اسلام اباد کې ترسره شوه، هغه مهال امريکايي وزير د امريکا او پاکستان د خرابو اړيکو د بېرته رغولو هيله څرګنده کړې وه.

د دې خبرو اترو دويمه دوره واشنګټن کې وه، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او نورو پاکستاني چارواکو هلته د امريکا د بهرنيو چارو وزير سره ليده کاته وکړل.

دواړو لوریو له دې ناستې وروسته ټينګار وکړ چې افغان طالبان اوسمهال ښه فرصت لري چې روان کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کړي.

بل پلو پاکستاني چارواکي په خپلو څرګندونو کې ټينګار کوي چې د افغانستان جګړه د زور له لارې ختمېدی نه شي، خو امريکايي تګلاره کې ويل شوي چې د هوايي بريدونو او فشار له لارې به طالبان خبرو اترو ته اړ ويستل کېږي.

رسنيو په وروستيو ورځو کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير له خولې ليکلي وو، چې امريکا افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي. هغه ټينګار کړی چې د پاکستان همېشنی دريځ دا دی چې د افغانستان د وضعيت نظامي حل لاره نه شته.



اعلان