"افغانستان کې د جنګسالارانو دوره په پای ته رسېدو ده"

نظر او تحليل

1032

د امریکا د جېمز ټاون د نړیوالو څېړنو او شناندۍ مرکز د افغانستان په تړاو د "افغانستان کې د جنګسالارانو دوره په پای ته رسېدو ده" تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی.

مطلب وايي، د جنګسالارانو د پای ته رسېدو پېل د احمد شاه مسعود په وژلو پېل شو.

د مطلب لیکوال په سپټمبر میاشت کې د شمال ټلوالې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود وژلو ته اشاره کوي او وايي چې د هغه د وژلو اوولس کاله پوره شول. جوناتهن کروس وايي چې مسعود په نوییمو کلونو او وروسته د کورنۍ جګړې پر مهال شخصي او ده ته ژمن وسله وال درلودل.

لیکوال وايي، افغان حکومت په تېرو دوه کلونو کې د جنګسالارانو پر ضد ګامونه پورته کړي دي. د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم یاده شوې چې هغه د یوه سیاستوال د جنسي ځورونو او تښتونو د تورونو له امله تبعید ته اړ شو.

دغه راز، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور چې د شمال د پاچا په نوم یادېږي، حکومت سره د یوې هوکړې پر بنسټ دنده پرېښوده. لیکوال د تخار والي عبدالکریم خدام ته هم اشاره کړې چې ګوښه کېدل يې نه منل، خو بیا ګوښه شو.

پام وړ خبره داده چې د شمال والیان د څو میاشتو په اوږدو کې ګوښه شول.

لیکوال وايي، د هېواد نور جنګسالاران هم د ډلبازیو او نه کنټرول له امله په ځواک خپل واک له لاسه ورکوي. لیکوال افغانستان ته د جنرال دوستم د بېرته تګ خبره کوي چې له تګ وروسته يې په خپل ګوند (جنبش) کنټرول له لاسه ورکړی او ځینو کسانو يې بل سیاسي ګوند جوړ کړی دی.

نړیوالو سازمانونو او اروپايي هېوادونو هم د افغانستان له جنګسالارانو طبقې سره د انصاف د چلند غږ پورته کړی دی.

د لیکوال په وینا، د جنګسالارېزم له منځه تلل د حکومت د حاکمیت له پياوړي کېدو او د ولسمشر غني د کورنیو واکونو له پرمختللو سره مرسته کوي. دغه راز، د جنګسالارانو له منځه تلل به پر عامو خلکو ډېر اغېز وکړي او امنیت به ور سره ښه شي.

لیکوال وروستیو کې وايي، د غني د ادارې دا اراده چې جنګسالاران به له واکه ګوښه کوي، داسې ښيي چې افغانستان کې د جنګسالارانو فصل په تړل کېدو دی.



اعلان