امريکا: کورونو کې تر ټولو چټک «5G» انټرنټ کارول پيل شو

پام وړ

امريکا: کورونو کې تر ټولو چټک «5G» انټرنټ کارول پيل شو

475

د «Verizon» په نامه د اړيکو نيولو شرکت خبر ورکړی چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه يې د «5G» سوداګريزو شبکو فعاليت پيل کړی، چې د کورنۍ کارونې لپاره ځانګړې دي.

دې شرکت په ډاګه کړې ده، چې د پرمختلليو شبکو «5G Home» خدمات به يې د اوس لپاره د متحده ايالاتو په څو سيمو کې کار وکړي، لکه هيوسټن، اينډيانا، پوليس، لاس انجلس او ساکرامنټو. شرکت زياتوي چې وروسته به د هېواد نورو برخو کې هم فعاليت پيل کړي او په دې شبکو کې به د معلوماتو د ښکته کولو چټکتیا په ثانيه کې ۱ ګيګابايټ وي.

شرکت وړاندې ويلي وو، چې کاروونکي به يې خدمات د لومړيو ۵ میاشتو لپاره له پيسو پرته وکاروي، چې د يوټيوب ټي وي په ګډون به د فلمونو او ويډيوګانو کتلو ګڼ اپلېکېشنونه وکارولی شي.

دا امريکايي شرکت په داسې وخت کې دغه انټرنټ وړاندې کوي، چې جنوبي کوريا هم ورته چمتووالی ښودلی دی. دا به د نړۍ پر مخ تر ټولو چټک انټرنټ وي.



اعلان