اندونيزيا: د زلزلې ټکانونه لا هم شته، وژل شوي له ۱۲۰۰ واوښتل

سيمه او نړۍ

اندونيزيا: د زلزلې ټکانونه لا هم شته، وژل شوي له ۱۲۰۰ واوښتل

345

د اندونيزیا لويديځ لور ته سومبا جزيرې ته څېرمه نن سهار دوه ځل د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ سولاويزي او سيليپ جزيرو کې زلزلې او ورسره سمندري توپان سلګونه کورونه ويجاړ کړل او له ۱۲ سوو ډېر کسان يې ووژل.

د جمعې د ورځې زلزله ۷.۵ درجې ثبت شوې وه.

د امریکا د جيولوژي انسټيټيوټ د ننيو زلزلو په اړه ويلي، چې لومړۍ يې ۵.۹ او دويمه يې ۶ درجې وه، چې لومړۍ يې ۱۰ او دويمه ۳۰ کيلو متره ژوره وه.

د جمعې د ورځې زلزلو او ورپسې سمندري توپان ۱۲۳۴ تنه وژلي دي. چارواکي وايي چې ښايي د وژل شويو شمېر له دې هم پورته شي، ځکه ډېرو سيمو ته تر اوسه هم د ژغورنې ټيمونه نه دي رسېدلي.

د رسمي شمېرنو له مخې زلزلو او توپان ۵۹ زره نور کسان له خپلو سيمو بې ځايه کېدو ته اړ کړي او د اندونيزيا حکومت له نړيوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.



اعلان