عمران خان ته غبرګون؛ کابل وایي، د خپلو کډوالو بېرته راستنېدل غواړو

راپورونه

عمران خان ته غبرګون؛ کابل وایي، د خپلو کډوالو بېرته راستنېدل غواړو

1143

اسلام اباد کې د افغان سفارت یو لوړ پوړی ډیپلوماټ وایي، افغانستان د خپلو کډوالو بېرته تګ غواړي.
دا وروسته له هغه چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پاکستان کې مېشتو کډوالو ته د تابعیت د ورکولو په تړاو څرګندونې وکړې.
افغان ډیپلوماټ زردشت شمس عرب نیوز ته ویلي، د عمران خان خبره مثبته وه، خو د افغانستان د حکومت پالیسي داده چې خپل کډوال د تدریجي پروسې له مخې بېرته ستانه شي.
شمس ویلي، زموږ پالیسي تر اوسه نه ده بدله شوې.
د شمس په خبره، زموږ پالیسي دا ده چې له ایران او افغانستانه کډوال بېرته ستانه شي، خو ستنېدل به یې په خوښه وي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر پاکستان کې مېشتو افغان او بنګالي کډوالو ته د تابعیت ورکولو خبره وکړه چې د سندي او بلوچ ملتپالو له سخت غبرګون سره مخ شو، خو پښتنو ملتپالو یې هرکلی وکړ.
عمران خان ویلي، له سلا مشورو وروسته به وروستی پرېکړه وکړو.
پاکستان کې شاوخوا دوه نیم میلیونه راجستر او غېر راجستر افغان کډوال او شاوخوا دوه لکه بنګالي کډوال مېشت دي.



اعلان