ولسمشر غني بلک واټر ته د جګړې له سپارلو سره مخالفت ښودلی

افغانستان

ولسمشر غني بلک واټر ته د جګړې له سپارلو سره مخالفت ښودلی

350

ولسمشر غني د بلک واټر شرکت جګړه مارو ته د افغانستان د جګړې له سپارلو سره مخالفت ښودلی دی. هغه ويلي چې دغو جګړه مارو ته به د افغانستان جګړه کې د ښکېلتيا اجازه ور نه کړي.

د بلک واټر مشر اريک پرنس له څه مودې راهيسې هڅه کوي چې د افغانستان جګړه په خپل لاس کې واخلي او د خپلو جګړه مارو پر مټ يې پر مخ يوسي، خو سپينې ماڼۍ تر دې دمه د نوموړي دا غوښتنه نه ده منلې. دا په داسې حال کې ده، چې د بلک واټر مشر ادعا کوي په ۶ مياشتو کې جګړه د امریکا او افغان حکومت پر ګټه بدلولی شي.

د افغانستان مشرانو جرګې هم بلک واټر ته د جګړې له سپارلو سره مخالفت کړی او څرګنده کړې يې ده چې دا به هېواد ته د ګټې پر ځای زيان راوړي.

د ياد شرکت جګړه‌مارو وړاندې هم د عراق او افغانستان جګړو کې ګډون کړی او پر جنګي جناياتو تورن دي. پر دغو هېوادونو د امريکا د يرغل د پلان جوړونې پر مهال چې امريکا وغوښتل د دې کمپنۍ پر جګړه مارو جګړه پر مخ يوسي، د کمپنۍ مشر غوښتنه وکړه چې جنګيالي به يې د هغه څه له امله نه محاکمه کېږي چې جګړه کې د ګډون پر مهال يې کوي. امريکايي حکومت دا غوښتنه ومنله او وروسته بېلا بېلو راپورونو د بلک واټر له بوږنوونکو جناياتو پرده پورته کړه.



اعلان