سمیع الحق: هیله مې ده چې افغان جهاد ختم، وینه توییدل ودرېږي او افغانستان خپلواک شي

سيمه او نړۍ

سمیع الحق: هیله مې ده چې افغان جهاد ختم، وینه توییدل ودرېږي او افغانستان خپلواک شي

706

یو افغان پلاوی چې علما او د سولې شورا غړي په کې شامل و، د تېرې پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللی و، څو د افغان جګړې په تړاو د پاکستاني علماو ملاتړ ترلاسه کړي.
افغان پلاوي له سمیع الحق څخه غوښتي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړي.
دغه پلاوی چې مشري یې عطاالرحمن سلیم کوله، د پاکستان د جمعیت علما اسلام او جماعت اسلامي ګوندونو له مشرانو یې کتلي دي.
ټرېبیون رسنۍ د سمیع الحق د حقانیې مدرسې د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې لیکلي چې سمیع الحق هیله لري چې افغانستان کې جهاد پای ته ورسېږي، وینه توییدل بند شي او افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شي.
سمیع الحق افغان پلاوي ته ویلي چې افغان علما او د افغان حکومت استازي دې هغه کسان واوري کوم چې له افغان حکومت سره په جګړه بوخت دي.
سمیع الحق زیاته کړې، د پخواني رژیم جنګیالی او افغان ولس دې کېني او د خپلواکۍ پر ټکي او له افغانستانه د ناټو ځواکونو پر وتلو دې متحد شي.
د جماعت اسلامي مشر سراج الحق افغان پلاوي ته ویلي، موږ په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوو، خو له افغان ولس سره ولاړ یو.
سراج الحق زیاته کړې، افغان ولس د یووالي په ښودلو سره کولای شي چې بهرني نیواکګر ځواکونه وباسي.
افغان پلاوي د افغان جګړې په اړه د افغانستان او پاکستان د علماو د ګډې غونډې په جوړېدو هم مشورې او ناستې کړي دي.



اعلان