د یوه پاکستاني افسر له لوري د کويټي ډېپلوماټ د بټوې غلا

راپورونه

د یوه پاکستاني افسر له لوري د کويټي ډېپلوماټ د بټوې غلا

827

دوه ورځې وړاندې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د کویټ یو اقتصادي هیت تللی و، خو هلته يې بټوه ورکه شوه. وروسته مالومه شوه چې بټوه د ضرار حیدر په نوم یو افسر پټه کړې ده.

د حیدر له لوري د بټوې غلا پټو کمرو ثبت کړې وه. پاکستاني رسنیو کې دغې واقعې ته سخت غبرګون وښودل شو. د ده نیوز په ګډون ځینو رسنیو ولیکل چې دغه کار پاکستان له ستر شرم سره مخ کړی.

رپوټونه وايي، حیدر چې لوړ پوړی افسر دی، دنده يې ځنډول شوې او د نورو پلټونو له پاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوی دی.

نن اردو پواینټ ولیکل چې د دغې غلا خبر د کویټ په یوې وتلې رسنۍ (الراي) کې خپور شوی چې د رسنۍ په وینا دې کار پاکستانی قوم سرټيټی کړ.

د پاکستان د اقتصادي چارو سکرتر غضنفر جیلاني ویلي چې د حیدر پلټنه روانه ده.

پاکستاني چارواکو د دې واقعې په تړاو له کویټي وفد څخه بښنه غوښتې ده.



اعلان