رښتيني خوښي

د پرون کيسه

رښتيني خوښي

312

ژباړن: زاهد جلالي
اليزبټ ټيلر (Elizabeth Taylor) چې کله ۲۸ کلنه شوه، لکه د امريکې شهزادګۍ، داسې مشهوره شوه. هر وخت به عکاسان ورپسې وو او له خولې چې به يې هره خبره وتله، اخبارونو ته به رسېدلې وه. هغې د ۱۹۵۹م کال په مۍ کې له ايډي فيشر (Eddie Fisher) سره شپږم واده وکړ. خو هغه بيا هم خوشاله نه وه. د کليوپاترا (Cleopatra) په نامه مشهور فلم کې په يو مليون ډالرو هغې د فلم د اداکارې په توګه کار پيل کړ. خو د اداکارۍ پر مهال، د کامرو پر وړاندې بې هوشه شوه او روغتون ته يوړل شوه.
نن سبا ډېر مشهور کسان هغه دي چې يا د سياست پر سټېج يا د فلم پر سټېج څرګندېږي. مګر د سياست او د فلم د هيروګانو داخلي حالت ډېر خراب وي. د اخبارونو په صفحو يا د ټلويزيونو پر سکرينو خو دوی د خندا پر مهال ښکاري، مګر د دوی رښتينی ژوند دومره غمځپلی وي چې په شپو خوب نه ورځي. دوی اکثره داسې وي چې د ګوليو خوړو په زور خوب کوي او کله چې ګولۍ هم خوب وروستو کې اغېزمنې نه وي، بيا د شراب يا نشيه يي توکيو له لارې غم هېروي.
کوم چا ويلي دي چې «تر ټولو ډېرې خندېدونکې څېرې تر ټولو ډېرې غمګينې څېرې وي.» څوک چې د خپل زړه د حالت او کيفيت له مخې خاندي، د هغه خندا رښتينې وي؛ مګر سياسي مشران يا فلمي اداکاران هغه کسان دي چې د نورو له پاره لوبېږي، نورو ته د ځان ښکاره کولو له پاره غږېږي او د دوی خندا تل مصنوعي وي.
رښتيني خوښي د هغه چا ده چې په خپله په خپل ذات کې اوسېدو باندې پوهېږي، څوک چې خپله په خپل ځان کې د ژوند راز مومي. د خلکو له پاره اوسېدونکي کله هم رښتيني خوښي نه شي تر لاسه کولای.
د مصنوعي خوښۍ او رښتيني خوښۍ ترمنځ داسې فرق وي لکه د رښتيني ماشوم او پلاستيکي د ماشوم ترمنځ چې وي. د مصنوعي خوښۍ سرچينه د انسان له وجوده بهر وي او رښتينې خوښي د انسان د وجود دننه. انسان په هغه څه خوشالېږي چې له دننه يې تر لاسه کوي. له بهر څخه ترلاسه شوی څيز کله هم انسان ته د رښتينې خوښۍ نعمت نه شي ورکولای.



اعلان