عطا نور: که بهرنیان مداخله و نه کړي، درې ورځو کې ارګ نیسم

افغانستان

عطا نور: که بهرنیان مداخله و نه کړي، درې ورځو کې ارګ نیسم

1732

د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس او د بلخ پخوانی والي وايي، د نړیوالو دوستانو په منځګړتوب مې د بلخ ولایت پر سر هوکړه وکړه. عطا محمد نور له اریانا نیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي، هاغه دوستان چې افغانستان کې ډوډۍ او فرمان ورکوي، هم امریکایان او هم نور.

نوموړي ویلي، ما د هغوی خبره ومنله، ځکه پوه شوم افغانستان کې اصلي باداران همدوی دي.

د نور اشاره له بلخ ولایته د ده لرې کېدو ته ده چې له ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) سره له اوږدو ناندریو وروسته يې دنده پرېښوده. ویل کېږي، د پردې تر شا د عطا نور او ارګ تر منځ د نور د ګوښه کېدو پر سر معامله شوې وه.

نور مرکه کې زیاته کړې، که بهرنیان ووايي چې درې ورځې موږ له تاسو سره کار نه لرو، نو که ارګ مې و نه نیوه، هېواد به پرېږدم.

نور داسې مهال دا ګوتڅنډې او ګواښونه کوي چې جمعیت ګوند د حکومت برخه دی. ځینې وايي، جمعیت ګوند هم حکومت کې دی او هم د حکومت پر ضد دی او حکومت کې پر شتون سربېره حکومت ننګوي.

د جمعیت ګوند غړی عبدالله عبدالله د حکومت اجراییه رییس دی او د ګوند مشر صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر دی.



اعلان