هندی کس چې اووه متره اوږده برېت لري

پام وړ

هندی کس چې اووه متره اوږده برېت لري

936

د هند په راجستان ایالت کې یو حکومتي ملازم وايي، برېتونه مې په ټوله نړۍ کې اوږده دي. دی وايي د ورځې مې درې ساعته د برېتونو د خدمت له پاره ځانګړي کړي دي.

د ګردهر ویاس د برېتونو اوږدوالی دوه ویشت فوټه (۶.۷) متره دی او له دې امله په خپل کلي کې ډېر مشهور دی او خلک ور سره عکسونه اخلي. دی وايي چې له تېرو دېرشو کلونو راهیسې مې د برېتونو په اوږدوالي کار کړی دی.

ویاس فکر کاوه چې یوه ورځ به د نړۍ د اوږدو برېتونو لرونکي کس ریکارډ خپلوي. له ده وړاندې د اوږدو برېتونو ریکارډ له یوه بل هندي رام سنګ سره و چې برېتونو يې اتلس نیم فوټه اوږدوالی درلود.

ویاس چې سهار له خوبه پاڅي، نو خپل برېتونه په بستره اچوي او د دوه ساعتونو له پاره ځانګړي تېل ورکوي. ماښام مهال بیا په لیمو کې ګډ شوي تور مرچ ورکوي، څو برېتونه يې نرم پاتې شي.

ویاس په کال کې یو ځل خپل برېتونه وینځي، خو شامپو نه کاروي.

ویاس وايي، د اوږدو برېتونو د لرلو شوق اسانه نه دی او ډېره توجه غواړي.



اعلان