چين د اسلامي هويت لرلو له امله د يوه نهر نوم بدلوي

سيمه او نړۍ

چين د اسلامي هويت لرلو له امله د يوه نهر نوم بدلوي

356

چينيايي چارواکو د ځايي مسلمانانو د ځورولو په لړۍ کې دا ځل يو بل ګام پورته کړی او غواړي چې نينګشيا مسلمان مېشته سيمه کې د هغه نهر نوم بدل کړي چې اوسنی نوم يې يو اسلامي نوم دی. دا د دې لپاره چې ځایي ثقافت د حکومتي ليدلوري تابع کړي.

د الجزيرې له راپور سره سم دغه نهر چې په تاريخي توګه د «بي بي عايشې نهر» په نوم پېژندل کېږی، چينايي حکومت غواړي اوس يې نوم په ديانونګ بدل کړي. ديانونګ د «هوي» طبقې مسلمان مېشتې دغه سيمې پخوانی نوم و، چې اوس پر يينشوان بدل شوی دی.

له راپور سره سم د دې نهر اوږدوالی ۱۱۲ ميله ښودل شوی، چې په ۶ هېوادونو کې غزيدلی دی.

چينايي چارواکو ويلي، چې د نهر نوم بدلېدا د ۲۰۱۳ کال جوړ شوي يوه قانون سره سمه ده، چې له مخې يې د پرديو معناو لرونکي نومونه ځايي نومونو ته اړول کېږي.

سرچينې د يوه چينايي څېړونکي له خولې دا کار «ناپوهي او غبا» بللې او څرګنده کړې يې ده، چې يوازې دا هغه څه نه دي چې حکومت يې د مسلمانانو د ټکولو لپاره کوي، بلکې ورته چارې له شمېره وځي. هغه څرګنده کړې چې چارواکو په همدې سيمه کې د مسلمانانو د هوي قبيلې په اړه ليکل شوي ۸۶۰ کتابونه هم له منځه وړي دي.

د يادونې وړ ده چې چينايي حکومت په وروستيو کې پر مسلمانانو خورا کړۍ راتنګه کړې ده او له ډول ډول ربړونو سره يې مخ کړي دي. مسلمانان هلته خپلو عبادتونو ته نه پرېښودل کېږي او د حکومت د شک پر وړاندې ښځه او نر، ووړ او کوچنی ټول يو ډول دي.



اعلان