ټرمپ: يوازې خدای پوهېږي چې له موږ پرته به پر سعودي څه کېږي

سيمه او نړۍ

ټرمپ: يوازې خدای پوهېږي چې له موږ پرته به پر سعودي څه کېږي

1647

امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې ده، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز تريليونونه ډالر لري او يوازې الله پوهېږي چې له متحده ايالاتو پرته به سعودي ته څه ور پېښېږي.

ټرمپ ويريجينيا ايالت کې يوې ټاکنيزې غونډې ته خبرو کې زياته کړه، چې له ملک سلمان سره يې اوږدې خبرې کړي، او ورته مې ويلي، چې «کېدی شي تاسو خپلې الوتکې هم و نه شئ ساتلی، ځکه پر سعودي به بريدونه وشي، خو که موږ سره وئ نو پوره به خوندي ياست، خو موږ په بدل کې هغه څه نه ترلاسه کوو چې بايد ترلاسه يې کړو».

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي خبري اژانس خبر ورکړی، چې ولسمشر ټرمپ له ملک سلمان سره تلفوني اړيکه نيولې وه او پر «غوره اړيکو» يې سره خبرې کړې دي.

امريکايي ولسمشر د دې خبرو نورې برخې هم په ډاګه کړې: «سعودي زما خوښ دی، ملک سلمان سره مې نن سهار اوږدې خبرې وکړې».

نوموړي د خپل ګوند راټولو شويو خلکو په وړاندې د سعودي، جاپان او جنوبي کوريا په څېر بډايو هېوادونو نه ګيله وکړه، چې زموږ سرتېري يې ساتي خو دوی يې په بدل کې څه نه را کوي، نوموړي ټينګار وکړ، چې په راتلونکي کې به دوی د دې بدله ورکوي.

موږ د دوی د پوځونو ملاتړ کوو، زه پوښتنه کوم: ولې موږ د دې شتمنو هېوادونو د پوځونو ملاتړ کوو؟ «دوی يې بايد بدله راکړي، ستونزه دا ده چې مخکې هيچا دا غوښتنه نه وه کړې».

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې همدا اوس هم سعودي په څو جګړو کې د امريکا پراخه مالي مرسته کوي، سوریه او مصر د دې مرستو ښه بېلګې دي. په ورته وخت کې سعودي له امريکا سره د ۴۶۰ ملياردو ډالرو په ارزښت نظامي هوکړې هم کړي، چې په ترڅ کې به يې سعودي له امريکا څخه وسله را ونيسي.



اعلان