د هند سترې محکمې د مړوښو ښځو د زنا په اړه قانون لغوه کړ

راپورونه

د هند سترې محکمې د مړوښو ښځو د زنا په اړه قانون لغوه کړ

1353

د هند سترې محکمې په دغه هېواد کې د زنا جرم ګڼلو قانون لغوه کړ، ځکه چې دا قانون ښځې د عزت او ملکیت څخه بې برخې کوي او له دې وروسته به د میړه ملکیت نه ګڼل کیږي.
د ار ټي خبري اژانس د راپور له مخې سترې محکمې د قاضیانو یوې پنځه کسیزې کمیټۍ د ټولو په خوښه نوی قانون تصویب کړ چې د جنایي جرمونو له مخې زنا کول به د ښځې له پاره جرم نه ګڼل کیږي.
د محکمې له خوا د لغوه شوي پخواني قانون له مخې ښځې د دې وړتیا نه درلوده چې د زنا دوسیه پهمحکمه کې ثبت کړي، دا یوازې د نارینه پورې تړلی جرم وو چې د محکمې پر وړاندې به تورن کېده.
ستره محکمه په دې نظر ده چې دا قانون ښځې ته عزت او شخصي ازادي ورکوي ځکه میړه به د ښځې سره د شخصي ملکیت په څېر چلند کاوه، قاضیانو ویلي، چې په دې قانون سره زنا د طلاق له پاره مشروع دلیل نه ګرځي.
د برتانوي استعمار له وخته تر اوسه په هند کې د مړوښې ښځې د زنا په اړه یو قانون وو چې د میړه له اجازې پرته زنا کولو سره به ښځې ته د پنځه کاله بند سزا ورکول کېدله، همدارنګه په ۱۹۵۴ کال کې د هند سترې محکمې هم هغه قانون تایید کړی و.



اعلان