هندي پوځ د پاکستاني کشمیر د لومړي وزیر پر چورلکې ډزې کړي

سيمه او نړۍ

هندي پوځ د پاکستاني کشمیر د لومړي وزیر پر چورلکې ډزې کړي

1387

رپوټونه وايي، هندي پوځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د لومړي وزیر پر چورلکې ډزې کړي دي.

راجه فاروق حیدر ویلي چې چورلکې مې کنټرولېدونکې کرښې ته پرواز کاوه چې هندي پوځ پرې ډزې وکړې. دی په یوه سپين رنګه چورلکه کې سپور و، خو له ډزو وروسته بېرته ژوندی او روغ رمټ خپل ځای ته رسېدلی دی.

بل خوا، هندي رسنۍ بیا وايي چې د حیدر چورلکه له کنټرولېدوکې کرښې اوښتې وه. ټایمز اف انډيا د چارواکو له خولې لیکلي چې د حیدر چورلکې په پونچ ولسوالۍ کې له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې وه چې بیا پسې واخیستل شوه.

هندي سرچینو ویلي چې درې پوستو پر چورلکې ګواښوونکې ډزې کړي دي.

د کشمیر کنټرولېدونکې کرښې یوې خوا هندي او بله خوا پاکستاني پوځیان ځای پر ځای دي، خو دغه کرښه نړیواله پوله نه ده. وخت نا وخت له دغه ځایه د مرګ-ژوبلې رپوټونه ورکول کېږي.

 



اعلان