افغان مهاجرو ته تابعیت ورکول ولي اړین دی...؟!

نظر او تحليل

افغان مهاجرو ته تابعیت ورکول ولي اړین دی...؟!

758

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځي وړاندي اعلان وکړ چې : « په ټوله نړۍ کې اصول دا دي چې یو ماشوم چې په کوم هیواد کې وزیږي؛ نو هغه د همغه هیواد تبع ګڼل کیږي او هغه ته تابعیت ورکوي. 

ولي زموږ په هیواد کې له لسیزو راهیسي په لکونو افغانان او بنګله دیشي مهاجرین ژوند کوي، تر دې چې اوس یې درېیم نسل را غټیږي، خو دوی لا بیا هم بې برخلیکه او بې پیژندني اوسي. له همدې ځایه ده چې د ده د حکومت به ترټولو لومړی ترجیح دا وي چې افغانانو او بنګالیانو ته د پاکستان تابعیت ورکول شي.
د عمران د دغو څرګندونو په وړاندي بیلابیل غبرګونونه را وپاریدل، پښتون ملتپاله ګوندونو پردغه کار خوښي وښودله، مګر سیندي او بلوچ ملتپالو یې بیا شدید مخالفت وکړ.
د ځینو شمیرنو له مخي دا مهال په پاکستان کې تر 30 لاکه ډېر افغانان ژوند کوي همدارنګه په سیند ایالت کې تر 5 لاکه زیات بنګلدیشيان اوسي.
سیندي ملتپاله ګمان کوي چې لکه څرنګه چې په تېر کې د پاکستان د رامنځ ته کیدو پرمهال دوی د هندوستاني مهاجرو له لاسه له کراچۍ ښار څخه وایستل شول او د سیند سیاسي قوت فقط تر وروسته پاتي سینده پوري ور ټول کړل شو، او دوی د کراچۍ غوندي سمندري ښار څخه بې برخي کړل شول؛ دا راز به د دویم ځل لپاره د بنګالي پناه غوښتونکو له وجي له ستونزو سره مخ شي.
په بلوچستان ایالت کې بلوڅ ملتپاله لا له وړاندي په شکایت دي چې د پښتنو ډیرښت د دوی د سیاسي او فردي ځواک لپاره یو چیلنج جوړ شوی، مزید نورو افغانانو ته تابعیت ورکول به د پښتني نفوس شمېر دوه چنده کړي، چې بلوڅ ملتپال یې د خپل سیاسي او وګړنیز ځواک لپاره جدي خطر ګڼي، له همدې امله دوی په هیڅ قیمت تیار نه دي چې افغان مهاجرینو ته دې تابعیت ورکول شي.
له لویه سره که وکتل شي، د دغه مخالفت زمینه سازي خپله حکومت هم کړي، کله چې په پیښور کې د آرمي پبلک سکول پیښه رامنځ ته شوه ، نو په تعقیب یې حکومت دا هڅي پیل کړي چې په یاده پیښه کې افغانان ملوث وګڼي او د ترهګري تور ورباندي پوري کړي، له همدې امله یې د (نیشنل ایکشن پلان) په نوم، ملي طرح کې دا ماده ورزیاته کړه چې افغان مهاجرین دې زر تر زره خپل هیواد ته ستانه کړل شي. د همدې پروپاګند په آساس یو عام افغان ته د غدار او مشکوک انسان په سترګه کتل کیدل.
په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف مخکني حکومت چې پنځه لاکه افغانان پرته له کومي مخکنۍ خبرتیا په زوره له هیواده وشړل او هلته په افغانستان کې موجود هندي لابې د پاکستان دغه اقدام په خورا ښه انداز استقبال کړ؛ دا د پاکستان لپاره د فکر وړ یوه نکته ده.
په افغانستان کې تاجک او ازبک قومونه له لسیزو راهیسي د پاکستان مخالف لابې یوه غوښنه برخه تشکیلوي، او افغان پښتانه له پاکستان سره د نژدې اړیکو له امله همیشه د ناپښتنو په سترګو کې مشکوک اوسیدلي.
تر دې وړاندي په کابل کې د پاکستان په وړاندي د مخالفت داسي فضا رامنځ ته کول آسانه کار نه و، خو د پاکستان له لوري د مهاجرینو د جبري ایستلو اقدام، هندوستان ته دا چانس برابر کړ چې د ننګرهار او کندهار غوندي پښتون میشتو سیمو کې هم په خلکو کې د پاکستان ضد جذبات را ایجاد کړي، او د پاکستان عدم دلچسپې نوره هم دې کار ته زمینه سازي وکړه.
بلخوا د پاکستاني رسنیو د یو لوریز پروپاګند له امله په پنجاب ایالت کې اوس هم افغانانو ته د شک په سترګه کتل کیږي. په داسي حال کې چې په افغانستان کې د اقوامو او قبایلو وزارت کې اوس هم دا قانون شتون لري چې هر پاکستانی پښتون کولای شي چې د افغانستان د تابعیت تذکره ترلاسه کړي.
چې د دې تذکرې په وجه به پاکستاني پښتون ته هر هغه آسانتیا میسره وي، کوم چې یو عام افغان ته وي. لهذا د خیبرپښتونخوا اکثریت پښتانه د عمران خان د دې اقدام مخالفت نشي کولای.
د افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ پرکلتوري او روایتي اړیکو برسیره افغانان دا مهال د پاکستان په اقتصاد کې هم لویه ونډه لري. په لسګونو زره نه ، بلکي په سلګونو زره پانګوني یې په پاکستان کې کړي، د رخت یا ټوکر په صنعت کې ترهر چا د افغان مهاجرینو برخه زیاته ده، د استعمال شده سامان آلاتو په واردولو، په پنجاب کې د وریجو کرکیله کې او له پاکستان څخه د صادراتو په برخه کې د افغانانو ډېر زیات رول دی،
همدارنګه په پاکستان کې د افرادي قوت (وګړنیزځواک) کارولو له پلوه هم افغان مهاجرین زیاته ونډه لري، ترټولو مشکل کارونه یوازي همدا افغانان ښه سرته رسولای شي. (لکه د ډبرو سکاره/ کوئله، او ډبرینه اوسپنه،/ کورم) را ایستل او داسي نور...
نو که چیري هغوی په جبري توګه خپل هیواد ته ولیږدول شي، نو پاکستان کې به هم پر پانګونه او هم به پر قوه کار باندي زیات منفي اغیز ولري.
پرته له دې چې پښتني روایات، بشري حقوق او نړیوال اصول په پام کې ونیول شي؛ بیا هم په موجوده وخت کې افغان مهاجرینو ته تابعیت ورکول، د پاکستان په خیر پریکړه ده.
په دوو دلیلونو: یو دا چې له دومره ستري پانګوني سره سره افغان مهاجرین دا مهال پاکستاني حکومت ته مالیه نه ورکوي او نه یې حکومت مجبوره کولای شي چې مالیه تري واخلي. دا ځکه چې له هغوی سره پیژندکارت او نور قانوني حکومتي اسناد نشته چې پر آساس یې دوی باید حکومت ته د خپلي پانګې مالیه ورکړي.
دویم دلیل دا چې د داسي ناڅرګند برخلیک په حالت کې افغان مهاجرین چې څومره ګټه وټه په پاکستان کې ترلاسه کوي؛ هغه افغانستان ته لیږدوي، دوی پوهیږي چې که نن نه وي نو سبا یا بل سبا ممکن له پاکستانه وایستل شي، له همدې ځایه ده چې هغوی خپله شتمني له یو اندازي زیاتوالي وروسته هلته انتقالوي. نو که چیري هغوی ته تابعیت ورکول شي نو نه یوازي داچې هغوی به شتمني له پاکستانه نه باسي؛ بلکې لا به نور هم دلته کې پانګوني ته تشویق شي.
که څه هم په موجوده شرایطو کې د عمران خان پلان عملي کول ستونزمن بریښي، خو ناشونی هیڅکله نه دی. که چیري عمران خان پخپل دغه کار کې بریالی شو، نو دا به د هغه لپاره یوه تاریخي بریا او کارنامه وي. له دې امله به نه یوازي د ولسونو او حکومتونو ترمنځ په اړیکو کې بهتري راشي، بلکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ به ډېری سیاسي ستونزي هم ورسره حل وفصل شي. او په نړیواله کچه به د پاکستان نیکنامي وشي.

پای .....!
لیکوال:
عارف خټک

آزاد ژورنالیست، ټولنیزفعال او څیړونکی

ژباړه: مـوسی فرهاد

 



اعلان