"د افغانستان نوي بندونه پاکستان ته زیان رسوي"

راپورونه

2084

یوه پاکستاني قانونپوه افغانستان کې د بندونو جوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي دا به پاکستان زیانمن کړي.

د ټرېبیون د رپوټ له مخې، مخدوم علي خان چې د پاکستان د سترې محکمې له لوري د اوبو په تړاو مسایلو له پاره ټاکل شوی دی، سترې محکمې ته يې په خپل لیک کې ویلي، افغانستان اوس د دولسو بندونو د جوړولو پلان لري چې د نړیوال بانک او هند له لوري ور سره همکاري کېږي. خان ویلي، دا به پاکستان ته د کابل د سیند د اوبو بهیر اغېزمن او پاکستان به زیانمن کړي.

خان زیاته کړې، د پاکستان حکومت باید افغانستان سره د اوبو په اړه په یوه تړون کار وکړي، څو خپلې ملي ګټې وساتي.

خان د پاکستان سترې محکمې ته د هند د اوبو پر پالیسو هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د هند د اوبو ذخيرې د پاکستان ملي امنیت ته لوی ګواښ دی.

پاکستان ته زیاتره اوبه له افغانستان او هند څخه ورځي. دغو دواړو هېوادونو وروستیو کې د اوبو پر مهارولو کار چټک کړی چې پاکستان يې سخت اندېښمن کړی دی.

اوس مهال د پاکستان زیاتره سیمې د اوبو له کمي او د بندونو د نه شتون له امله نږدې ټول هېواد د اوبو له سخت بحران سره مخ دی.



اعلان