اردګان د جرمني سفر د جومات په پرانسته پای ته ورساوه

راپورونه

اردګان د جرمني سفر د جومات په پرانسته پای ته ورساوه

399

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د شنبې په ورځ د جرمني کولن ښار څخه د لیدنې پر مهال په یاد ښار کې د لوی جومات او اسلامي سازمان په رسمي ډول پرانسته وکړه او خپل سفر یې پای ته ورساوه.
پولیسو د کورونو د بامونو څخه د سیمې امنیت نیولی او د ښار میشتو کسان چې پولیسو له خوا کلابند وو د ترکیې د ولسمشر له خوا د یو لوی جومات او د یو اسلامي سازمان د پرانستې په غونډه کې ۲۵ زره کسانو ګډون درلود، د جومات او اسلامي سازمان د مالي لګښت چارې به د ترکیې حکومت له خوا ورکول کیږي.
المان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ته د درې ورځني رسمي سفر بلنه ورکړې وه چې ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا له امله کوم شکونه او ستونزې د دواړو هېوادونو تر منځ پیدا شوې وې له منځه یوسي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د جمعې په ورځ د اردګان سره د لیدنې وروسته وویل: "ژورې ستونزې شتون لري"، خو د شنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر د کولن په ښار کې د یو لوی سازمان بنیاد کېښود.
اردګان د مرکزي جومات پرانستلو په مراسمو کې وویل: "په دې مهم وخت کې موږ د المان څخه بریالۍ او ګټوره لیدنه وکړه، ما ټینګار وکړ چې موږ خپل منځي اختلافات له منځه یوسو او خپلو ګټو ته ځير شو".



اعلان