هرات: لسګونو کورنيو د بې وزلۍ له امله خپل کوچنيان پلورلي

افغانستان

هرات: لسګونو کورنيو د بې وزلۍ له امله خپل کوچنيان پلورلي

411

سرخط ورځپاڼې خبر ورکړی دی، چې د هرات په يوازې يوې ولسوالۍ کې لسګونو کورنيو خپل کوچنيان د بې وزلۍ له امله پلورلي دي. د شيدايي ولسوالۍ بې ځايه شويو کورنيو سږ کال خپل ۷۱ کوچنيان پلورلي دي، چې د ټولو عمرونه له ۵ کلونو ښکته دي.

سرچينې د هرات د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولانو د رياست په حواله خبر ورکړی، چې سږکال ۷۱ کوچنيان د خپلو کورنيو له لوري د کوژدې تر نوم لاندې له ۱۰۰ زرو تر ۳۰۰ زرو افغانيو په بدل کې پلورل شوي دي.

د دې رياست رييس عبدالقيوم خان څرګنده کړې، چې ټول پلورل شوي کوچنیان له ۱ تر ۵ کلونو عمرونه لري او د شيدايي د بې ځايه شويو کورنيو اړوند دي.

وړاندې هم د هېواد به ځينو سیمو کې د ورته پېښو خبرونه ورکړل شوي وو، خو لومړی ځل دی چې د بچيانو پلورل په دومره ستر شمېر کې ترسره کېږي.

له راپورونو سره سم دا مهال سلګونه زره افغانان د جګړو له امله بې ځايه شوي، چې د ژوند له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. راپورونه دغه راز څرګندوي چې نږدې نيم افغانان د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي او مليونونه هغه وګړي بې کاره دي، چې د کار وړتيا لري.



اعلان