لاوروف نیوکه کړې چې امریکا د هېوادونو په نړیوال نظام بریدونه کوي

سيمه او نړۍ

لاوروف نیوکه کړې چې امریکا د هېوادونو په نړیوال نظام بریدونه کوي

221

روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د منځني ختیځ د سولې د پروسیې له لارې پر ایران هوایي او ځمکنۍ سوداګري کمزورې کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې لاوروف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي، امریکا د منځني ختیځ د سولې د پروسې پر بنسټیزو اصولو، د ایران سره اټومي تړون، د نړیوالې سوداګرۍ پر ژمنو او په نورو ډېرو برخو بریدونه پېل کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې مسکو تر خپلې وسې هڅه کوي چې د ایران او نړیوالو تر منځ اټومي تړون چې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوی وساتي.
د یادونې وړ ده چې ایران سره امریکا څه موده وړاندې اټومي تړون مات او بندیزونه یې پرې ولګول، همدارنګه امریکا له نړیوالو هم وغوښتل تر څو پر ایران بندیزونه ولګوي او سوداګري ورسره وتړي، خو ایران نړیوال تړون ته ژمن پاتې او ځینې هېوادونه یې تر څنګ ودرېدل، څو ورځې وړاندې په تهران کې درې اړخیزې غونډې موافقه کړې چې سوداګري به د ډالر پر ځای په ملي پیسو کوي.
د ملګرو ملتونو په ۷۳مه عمومي غونډه کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د ګواښونو او ژمنو په اړه ویلي و، د ګواښ پر وړاندې ګواښ او د ژمنې پر وړاندې ژمنه زموږ تګلاره ده، ځکه امریکا خپلو ژمنو ته وفاداره نه ده.



اعلان