څېړنه: د ورځې يو ساعت تمرين د عضلو زهر له منځه وړي

روغتیا

څېړنه: د ورځې يو ساعت تمرين د عضلو زهر له منځه وړي

200

يوې نوې نړيوالې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې د ورځې د يوه ساعت لپاره تمرين يا ورزش د بدن له غړو څخه زهرجن پروتينونه لرې کوي او د عضلو د کمزورۍ او نري والي په درملنه کې ونډه اخلي.

څېړنه د برازيل په ساو پاولو پوهنتون کې شوې چې د ياد هېواد، امريکا او ناروې څېړونکو په کې ګډون درلود. د څېړنې پايلې په ساينسي راپورونه (Scientific Reports) مهالنۍ کې خپرې شوې دي.

څېړونکو روښانه کړې چې د ژوند داسې ډول چې انسان د اوږد وخت لپاره پر ځای ناست وي، د دې لامل کېږي چې د عضلو په حجرو کې په کافي توګه زهرجن او نه رغېدونکي پروتينونه رامنځته کړي او دا بيا د عضلو د کمزورۍ او اسانه ماتېدو يا شکېدو لامل کېږي.

هغوی زياتوي چې دغه حالت د زاړه عمر او عرق نسا ناروغۍ لرونکو باندې ډېر اغېز کوي.

د عرق نسا پر ناروغانو د بدني ورزش د اغېز څارلو لپاره څېړونکو پر يوه ډله هغو موږکانو ازموينه وکړه، چې پر دې ناروغۍ/حالت اخته وو او وروسته يې پر دو ډلو ووېشل.

لومړۍ ډله په اوونۍ کې پنځه ورځې هره ورځ يو ساعت تمرين ته اړ ويستل شوه، خو دويمې ډلې په دې بدني ورزش کې ګډون ونه کړ.

د ناروغو موږکانو معاينو څرګنده کړه، چې پر عرق نسا اخته کېدل د هغه حجروي سيستم د کمزورۍ له امله وي، چې له عضلو څخه زهر او ضايع شوي پروتينونه له منځه وړي.

له بدني ورزش څلور اوونۍ وروسته څېړونکو ومونده، چې د عرق نسا له امله د عضلو رامنځته شوې کمزوري په هغه ډله کې کمه وه، چې ورزش يې کړی و. برعکس بله ډله ډېره له دې کمزورۍ سره مخ وه.

د څېړونکې ډلې مشر ډاکټر خوليو سيزار پاټيسټا وويل: «موږ ومونده چې ورزش په عضلو کې د زهرجنو پروتينونو کچه را کمه کړې وه، دا هغه پروتينونه دي چې په عمومي توګه د عضلو د حجرو د کمزورۍ او مړينې مسوول دي. په ورته وخت کې له تمرين سره د عضلو انساجو کې انقباض هم رامنځته شوی و».



اعلان