کابلوف: افغانستان به د القاعده، طالبانو او داعش د سختو سیالیو ډګر وګرځي

سيمه او نړۍ

کابلوف: افغانستان به د القاعده، طالبانو او داعش د سختو سیالیو ډګر وګرځي

790

ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د روسیې د ولسمشر له خوا د افغانستان له پاره ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په نیویارک ښار کې د ار ټي خبریال مرکه ترسره کړې.
کابلوف د مسکو د پلانونو په اړه خبرې وکړې چې افغان حکومت، طالبان او د سیمې د هېوادونو سربېره د امریکا متحده ایالات هم په کې شامل وو، نوموړي وویل: "د پرمختګ په دې اړخ کې طالبان افغان حکومت قانوني نه ګڼي، نو په داسې حال کې د هغوي سره په مستقیم ډول خبرې اترې کول ستونزمنې دي"، هغه د طالبانو پرته غونډه ترسره کولو کې د مسکو په رد ټينګار وکړ، ځکه روسیه یو مهم اړخ دی.
کابلوف زیاته کړه، د مسکو غونډه د نړیوالو هڅو بدیل نه دی بلکه مسکو د افغانستان د ستونزې د هر اړخیزو خبرو اترو فعالیتونو ته وده ورکوي، ځکه د مسکو هڅې د سوریې د ستونزې پای ته رسولو کې پرتله کړئ.
هغه په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې وکړې چېرته چې له سوریې افغانستان ته زرګونه جنګیالي د منځنۍ اسیا د ناامنه کولو له پاره استول شوي، تر څو افغانستان د القاعده طالبانو او داعش د سختو سیالیو ډګر وګرځوي.
کابلوف په افغانستان کې د امریکا شتون د سیمې امنیت له پاره ګواښ وبللو او غوښتنه یې ترې وکړه چې له افغانستان څخه ووځي، د سیمې د امنیت د جوړولو په اړه مسکو هڅې کوي، همدارنګه عرب هېوادونه پر طالبانو مثبت اغېز لري.



اعلان