"نويو امریکايي ایف-۳۵ جټ د څلوېښت زره ډالرو په قیمت دوه بمونه افغانستان کې غورځولي"

راپورونه

1238

په بزنس انسایډر کې نشر شوې یوه مقاله کې ویل شوي چې د امریکا نویو ایف-۳۵ بي جټ الوتکو په افغانستان کې دوه بمونه غورځولي دي. د دغو دواړو بمونو قیمت له څلوېښت زره ډالرو پورته ښودل شوی دی.

مقاله وايي، دغه بمونه د وسلو په یوه ساتنځي غورځول شوي او دغه ځای ویجاړ شوی دی، خو د ځای په اړه دقیق مالومات نه دي ورکړل شوي. د مقالې لیکواله د خپلو سرچینو په حواله وايي، دا داسې ځای و چې ځمکني پوځیان نه شو ورتلای.

لیکواله پال سزولډرا دا د امریکا د مالیه ورکوونکو د پیسو ضایع کول ګڼي او زیاتوي چې د دغه ډول غېر مهم هدف له پاره د Prdator ډرون کارول ښه و.

یو بم GBU-12 و چې ۲۳۰ کیلو وزن يې درلود. بل بم GBU-32 JDAM و.

د امریکا پوځ پرون وویل چې د پنجشنبې په ورځ يې افغانستان کې د خپلو نویو جټ الوتکو په واسطه بمبار کړی دی، خو دوی د ځای په اړه مالومات ور نه کړل.

دغه الوتکې د امریکا د پرمختللو الوتکو پنځم نسل دی. وړاندې په لومړي ځل دغه الوتکې اسراییلو د روان کال په مۍ میاشت کې کارولې وې.

ویل کېږي، یادې جټ الوتکې د عربو له سمندرګي څخه افغانستان ته د بمبار له پاره راغلې وې.



اعلان