طالبانو سعودي کې له افغان چارواکو سره له لیدنې انکار کړی

افغانستان

طالبانو سعودي کې له افغان چارواکو سره له لیدنې انکار کړی

238

د طالبانو ویاند د جمعې په ورځ په روانه اونۍ کې د افغان حکومتي پلاوي سره له لېدنې انکار کړې، راپورونو ویلي چې په سعودي کې به دواړه خواوې د هېواد د امنیت په اړه له ټاکنو وړاندې خبرې اترې کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غونډې څخه ډډه کړې، په داسې حال کې چې پارلماني ټاکنو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده چې د اکتوبر میاشتې په شلمه به ترسره شي او خلک به د رایو اچولو له پاره مرکزونو ته ځې، خو د دې ویره ده چې د بریدونو له امله به د ټاکنو بهیر ودرول شي.
افغان حکومت او نړیوالو همکارانو له پاره یې لویه ننګونه او له لومړیتوبونو څخه ده چې ټاکنې له بریدونو وژغوري او بې له وینې توییدو ترسره شي.
د ولسمشر اشرف غني دفتر هم په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.
د طالبانو یو قومندان د نوم نه ښودولو په شرط ویلي، دوی له موږ غوښتي چې د ټاکنو په سولییز ډول ترسره کولو کې مرسته ورسره وکړو. خو هغوي له موږ سره د بندیانو د خوشې کولو په اړه موافقه کړې، ځکه یو شمېر زندانیان چې په کوچنیو تورونو تورن وو خوشې شوي، خو چارواکو بندیان په درې برخو ویشلي چې کوم خوشې او کوم بندیان پاتې شي.
د افغان حکومت او نړیوالو له خوا د طالبانو نظام غېر قانوني ګڼل کیږي، خو د سولې په اړه د خبرو اترو له پاره طالبانو ټينګار کاوه چې د امریکا سره په مستقیم ډول خبرې وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو سږ کال له طالبانو سره خبرې رد کړي او ویلي یې دي، د سولې له پاره باید هغوي د افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو امریکایي چارواکو د جولاي په میاشت کې په قطر او دوحه کې د طالب استازو سره لیدلي دي.



اعلان