اندونيزيا: زلزلې او سمندري توپان لسګونه تنه وژلي

سيمه او نړۍ

اندونيزيا: زلزلې او سمندري توپان لسګونه تنه وژلي

164

د اندونیزيا په سولاويسي ټاپو کې تېره ورځ ناوخته زلزلې او ورپسې سمندري توپان ۴۸ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان کړي دي. چارواکي وايي چې ښايي په مرګ ژوبله کې زياتوالی راشي.

د اندونیزيا له «مترو» تلويزيون سره خبرو کې يوه ډاکټر وويل: «زلزلې او ورپسې سمندري توپان د سولاويسي ټاپو په بالو ښار کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژلي او ۱۲ تنه داسې ټپيان دي چې جراحي عملياتو ته اړ دي».

د اندونيزيا دغه ښار ۷.۵ درجې زلزلې ځپلی چې ۸۰ کيلو متره لرې يې مرکز و، زلزلې او توپان ستر ويجاړی رامنځته کړی او زرګونه کسان يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د دې هېواد ادارې وايي چې د زمکې لومړي ټکانونه پر ځايي وخت د سهار پر ۷ بجو شوي وو او زلزله ۱۸.۱ کم ژوره وه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر اګست او جولای کې هم زلزلې د دې هېواد ځينې سيمې ځپلې وې او لسګونو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.



اعلان