د واټساپ بنسټګر: د کاروونکو ځانګړنه «privacy» مو پر فېسبوک پلورلې

پام وړ

د واټساپ بنسټګر: د کاروونکو ځانګړنه «privacy» مو پر فېسبوک پلورلې

314

د واټساپ شريک بنسټګر بريان اکټون له هغه وروسته ملياردر شو، چې فېسبوک شبکې د لېږنې دغه نوموتی اپليکېشن په ۲۰۱۴ کې د لوړ قيمت (۲۲ مليارده ډالر) په بدل کې وپېره. خو داسې برېښي چې دغه بيه تر اوسه اکټون ته منلې نه ده. فوربس مجلې په همدې اړه يو مطلب خپور کړی دی.

اکټون په ۲۰۱۷ کې له واټساپ نه استعفا ورکړه او ورپسې په همدې کاله د دې شرکت اجرايوي رييس هم استعفا وکړه، د فوربس له راپور سره سم اکټون ته د واټساپ پرېښودل په ۸۵۰ مليون ډالرو تمام شول.

داسې برېښي چې شخړه پر دې وه چې فېسبوک غوښتل چې د يو نيم مليارد کاروونکو لرونکي اپليکېشن نه عايد ترلاسه کړي. کوم او اکټون په کلکه د دې مخالف و چې فېسبوک په خپلو هغو اعلاناتو کې چې پيسې ترې ترلاسه کوي د کاروونکو شخصي معلومات وړاندې کړي.

دا اختلافات د دې لامل شو چې د فېسبوک له بنسټګر او اجرايه رييسې سره خبرې ترخې شي.

اکټون فوربس ته ويلي: «د واټساپ د کاروونکو خصوصيت يا پرايويسي مې د ستر مصلحت په پار وپلورله». ما د غوراوي او پرېښودو دواړه لارې پرانيستې، زه هره ورځ دا تجربه کوم».

دا په داسې حال کې ده چې فېسبوک وروسته له هغه چې په تېر مارچ کې يې د ۸۷ مليونو کاروونکو شخصي معلومات ځينو ادارو ته ورکړي وو، تر سختو نيوکو لاندې و، اکټون دا مهال خلکو ته وويل: «د فېسبوک د له منځه وړو (ډيلټولو) وخت رارسېدلی، ډيليټ يې کړئ».

د اکټون څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د انسټاګرام بنسټګر کيفن سيسټروم او مايک کريګر تېره ورځ استعفا کړې، راپورونه څرګندوي چې د دوي استعفا هم زوکربرګ سره د اختلافاتو له امله ده او هغه سره اختلاف د انځورونو پر خپراوي د ولکې ټينګولو له امله دی.



اعلان