په افغانستان د ایف-۳۵بي الوتکې بریالی الوت او بریدونه؛ خو په امریکا کې یې غورځېدل

سيمه او نړۍ

په افغانستان د ایف-۳۵بي الوتکې بریالی الوت او بریدونه؛ خو په امریکا کې یې غورځېدل

494

پوځي او ملکي چارواکو د الوتکې د غورځېدو لامل نه دی ښودلی.
د سکای نیوز د راپور له مخې د دې شرکت ایف-۳۵بي الوتکو لومړۍ الوتنه وه چې څو ساعته یې په هوا کې الوت وکړ خو الوت یې بریالی نه شو او وغورځېدله، د امریکا متحده ایالاتو چارواکو دا پېښه په سختو ټکو غندلې او په اړه یې خواشیني ښودلې ده، 
راپورونو ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ایف-۳۵بي جنګي الوتکه د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د ساوت کارولینا سمندرګي د بوفورټ هوایي ډګر ته نږدې غورځېدلې ده.
د بوفورټ ولایت د پولیسو دفتر پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پیلوټ له الوتکې په ځانګړې لار وتلی او لټه یې روانه ده، ځکه تر اوسه یې په اړه مالومات نشته، خو تمه ده چې ټپي به نه وي.
د امریکا متحده ایالاتو پوځي چارواکو د نوم نه ښودولو په شرط ویلي، غورځېدلې جنګي الوتکه ایف-۳۵بي ده چې د لوکهیډ مارټن شرکت له خوا جوړه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د امریکا پوځیانو په دې نوې جوړې شوې الوتکه په افغانستان کې لومړنۍ بمباري کړې وه، د امریکا له خوا برید د طالبانو پر ضد د پنجشنبې په ورځ ترسره شوی و او چارواکو برید بریالی بللی و، خو یوه ورځ وروسته په امریکا کې د ایف-۳۵بي الوتکې د ارزیابي کېدو پر مهال الوتکه غورځېدلې ده.



اعلان