د روسيې خبرداری؛ د سوريې سناریو افغانستان کې تکرار کېدای شي

راپورونه

د روسيې خبرداری؛ د سوريې سناریو افغانستان کې تکرار کېدای شي

567

د ایران پلازمېنې تهران کې د افغانستان، ایران، چین، هند او روسيې د ملي امنیت شورا استازو غونډه جوړه شوې وه.

د دغې غونډې موضوع د افغانستان سوله وه. غونډه کې د افغانستان په روان ناوړه امنیتي وضعیت خبرې وشوې او اندېښنې څرګندې شوې.

د سپوتنیک د رپوټ پر بنسټ، د روسيې د ملي امنیت سلاکار سکرتر نیکولای پيټروشېف افغانستان کې د سوريې د سناریو د تکرار خبرداری ورکړ. پټروشیف وویل چې د ملي امنیت مشرانو افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو د کړنو په اړه سره ورته نظرونه لرل.

نوموړي افغانستان کې د داعش راټوکېدو ته په اشاره وویل چې لومړیو کې په سوریه او عراق کې هم د داعش راټوکېدل جدي نه و نیول شوي.

شاوخوا څلور کاله وړاندې یادو هېوادونو کې داعش سر راپورته کړ، ښارونه يې ونیول چې بیا د سوريې او عراق د حکومتونو سربېره روسيې، ترکيې او امریکا هم دغې جګړې ته ودانګل، هوايي بریدونه يې وکړل او پوځونه يې واستول.

د داعش د جګړې له امله د سوريې ټولنیز او اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او ویل کېږي چې د سوريې بيا رغونه ښايي نیمه پېړۍ وخت ونیسي. د سوريې زیاتره ښارونه ویجاړ شوي او د کنډوالو بڼه يې خپله کړې ده.

دغه راز، د امنیتي کسانو په ګډون زرګونه ملکي وګړي ووژل شول او او زرګونو کسانو هېواد پرېښود او د ترکيې په ګډون اروپايي هېوادونو ته لاړل.

نږدې دوه کاله وړاندې افغانستان کې هم افغانستان کې داعش راوټوکېد چې تر اوسه يې په لسګونو بریدونو کې سلګونه ملکي وګړي وژلي دي. ختیځ ننګرهار ولایت او پلازمېنه کابل د داعش د بریدونو اصلي هدفونه دي. دوی زیاتره بریدونه کابل کې په شیعه لږه کیو کړي او هر وخت د دوی په غونډو او مراسمو د بریدونو وېره وي.

د افغانستان شمال کې هم داعش فعالیت لري چې موده وړاندې يې لسګونه جنګیالي فاریاب ولایت کې د طالبانو له وېرې حکومت ته تسلیم شول او حکومت په چورلکو کې ولېږدول. هغه مهال افغانستان کې د داعش د شتون په اړه ګڼ شمېر پوښتنې راپورته شوې.

د ایران، روسيې او ترکيې په ګډون یو شمېر نور هېوادونه امریکا د داعش په ملاتړ تورنوي، خو امریکا يې تورونه ردوي او وايي چې پر ضد يې جګړه کوي.



اعلان