"ملګري ملتونه باید په شمالي کوریا فشار راوړي او نړۍ د اټومي وسلو له ګواښ وژغوري"

سيمه او نړۍ

243

فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان ایف لودریان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په شمالي کوریا دې فشار راوړل شي تر څو د اټومي وسلو د پروګرام په اړه خپل مسوولیتونه پوره کړي.
د العالم خبري چینل د راپور له مخې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د شمالي کوریا اټومي پروګرام د نړۍ له پاره ګواښ ګڼلی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د خپلو مسوولیتونو د بشپړولو له پاره باید په شمالي کوریا فشار ته دوام ورکړي، تر څو سیمه د اټومي وسلو له ګواښ څخه وژغورل شي.
لودریان د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي، د پرمختګونو سربېره د اټومي وسلو دوام د ټولې نړۍ له پاره ګواښ را منځته کوي او د امنیت شورا باید په شمالي کوریا فشار راوړي تر څو خپلو کړو ژمنو ته درناوی وکړي، د امنیت شورا باید په همغږۍ او متحد ډول دا عمل ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو ۷۳مه عمومي غونډه چې د امریکا په نیویارک ښار ترسره شوې د جنوبي کوریا مشر مون جیه ان له ملګرو ملتونو غوښتي و چې د انسانیت له مخې باید د شمالي کوریا مرسته وکړي، ځکه د شمالي کوریا مشر خپلو کړو ژمنو ته ژمن دی.
د شمالي کوریا او امریکا تر منځ اړیکې له ډېرې مودې راهیسې خرابې وې چې یو بل ته یې د بریدونو ګواښونه هم کړي، خو په پایله کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون څو میاشتې وړاندې په سینګاپور کې سره ولیدل او دواړو مشرانو ناسته بریالۍ وبلله، شمالي کوریا او امریکا تر منځ په پنځوسمو کلونو کې په پېښه شوې جګړه د امریکا وژل شویو پوځيانو جسدونه چې په شمالي کوریا کې وو امریکا ته وسپارل، خو د امریکا له خوا د اړیکو په ښه کولو کې د پرمختګ نښې نه دي لیدل شوي.



اعلان