کاناډا د روهنګیا مسلمانانو د وژنو له امله د انګ سان سوچي افتخاري تابعیت لغوه کړ

راپورونه

کاناډا د روهنګیا مسلمانانو د وژنو له امله د انګ سان سوچي افتخاري تابعیت لغوه کړ

592

د کاناډا پارلمان په برما کې د روهنګیا مسلمانانو د وژنو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله د دغه هېواد د مشرې افتخاري تابعیت له منځه وړی دی.

انګ سان سوچي ته دغه تابعیت په ۲۰۰۷ ز کال د کاناډا دواړو مجلسونو ورکړی و.

انګ سان سوچي ته د ډیموکراسۍ له پاره د کوششونو له امله په ۱۹۹۱ ز کال کې د نوبل نړیواله جایزه هم ورکړل شوې وه.

برما کې پوځي حکومت په روهنګیا مسلمانانو د ژوند ساحه ډېره تنګه کړې چې په تېرو دولس میاشتو کې نږدې اووه لکه روهنګیایان له هېواده تښتېدلي چې زیاتره يې ګاونډي بنګله دېش ته تللي دي.

وړاندې د ای ایف پي په ګډون ځینو رسنیو ویلي وو چې پوځ د روهنګیا مسلمانانو د کورونو ان نښې نه پرېږدي او ړنګوي يې. په دغو مسلمان لږه کیو د پوځ له لوري د جنسي تېریو او وژنو په تړاو بوږنوونکې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

ملګري ملتونه او ځینې هېوادونه برما کې د مسلمانانو وژل (عام وژنه) او نسل وژنه بولي، خو سوچي يې نه مني.



اعلان