پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده نورې نهه میاشتې وغځوله

سيمه او نړۍ

پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده نورې نهه میاشتې وغځوله

282

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي، حکومت پرېکړه کړې چې پاکستان کې د اوسېدونکو کډوالو موده نورې نهه میاشتې وغځوي.

فواد چودري پرون اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، د کډوالو د پاتې کېدوه موده به د ۲۰۱۹ ز کال تر جون میاشتې پورې وي او په دې موده کې به د کډوالو په تړاو یوه جامع پالیسي جوړه شي.

چودري ویلي، د دې موضوع په اړه به لومړي وزیر عمران خان ته هر اړخیزه مالومات ورکول کېږي.

د چودري په خبره له دوه نیم میلیونو څخه دوه میلیونه افغانان راجستر شوي چې زیات شمېر يې پاکستان کې د افغانستان د تابعیت کارتونه لري او لږو ته يې د کډوالۍ کارتونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر واک ته له رسېدو وروسته تر اوسه دوه ځله په څرګنده د افغان کډوالو موضوع ته اشاره کړې او ویلي يې دي چې د دوی په اړه یوه جامع پاليسي په کار ده. هغه افغان او بنګالي کډوالو ته د پاکستاني تابعیت ورکولو خبره هم کړې، خو له یو شمېر مخالفتونو سره مخ شوې ده.



اعلان