امریکا پر نوې جوړې شوې ایف-۳۵ بي الوتکه افغانستان کې لومړنۍ بمباري وکړه

افغانستان

امریکا پر نوې جوړې شوې ایف-۳۵ بي الوتکه افغانستان کې لومړنۍ بمباري وکړه

1415

رپوټونه وايي، امریکا پر خپلې نوې جوړې شوې ایف-۳۵ بي جټ الوتکې باندې افغانستان کې لومړنۍ بمباري کړې ده.

امریکايي رسنیو د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي، د امریکا پوځ هوايي برید د طالبانو پر ضد پرون پنجشنبه سهار کړی، خو چارواکو د برید سیمه نه ده څرګنده کړې. چارواکو ویلي، دغې نوې الوتکې خپله دنده په بریالیتوب تر سره کړې ده.

د چهار شنبې په ورځ سي این این په خپل رپوټ کې ویلي وو چې ایف-۳۵ بي جټ به راتلونکو ورځو کې بمبارۍ پېل کړي. رپوټ زیاته کړې وه چې دغه الوتکې د عدن له خلیج څخه فارس خلیج ته په رسېدو وې.

امریکا خپلې دغه نوې الوتکې داسې مهال ازمايي چې د ملګرو ملتونو د یوه وروستي رپوټ له مخې د امریکا او افغان ځواکونو د هوايي بریدونو له امله په وروستیو شپږو میاشتو کې په ملکي مرګ-ژوبله کې دوه پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

څو ورځې وړاندې دریو ولایتونو کې د هوايي بریدونو له امله له شلو ډېر ملکي وګړي ووژل شول.



اعلان