ټرمپ: زه د امریکا لومړی ولسمشر یم چې چین مې په سوداګریز ډول ننګولی

سيمه او نړۍ

ټرمپ: زه د امریکا لومړی ولسمشر یم چې چین مې په سوداګریز ډول ننګولی

320

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په چین تور لګولی چې د امریکا په پارلماني ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي.
د بي بي سي د راپور له مخې ټرمپ د ملګرو ملتونو په غونډه کې ویلي، هغوي نه غواړي چې زه مثبتې پایلې رامنځته کړم او نه زما بریالیتوب غواړي، ځکه زه د امریکا لومړی ولسمشر یم چې چین مې په سوداګریز ډول ننګولی.
ټرمپ د چین پر وړاندې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی چې د امریکا سره په سوداګریزه جګړه کې ښکیل دی، پرته له دې چې ګمرکي مالیي دواړو هېوادونو لوړې کړي دي.
ټرمپ زیاته کړې، ما د ملګرو ملتونو په غونډه کې د خبرو پر مهال د امریکا له پاره په راتلونکې کې د یوې عادلانه او خوندي ادارې د جوړولو د ژمنې وړاندیز کړی، خو له بده مرغه چین زموږ په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې چې د نومبر میاشت کې ترسره کیږي لاسوهنه کوي، ځکه هغوي زما بریالیتوب نه غواړي.
ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال ډېر تورونه ولګول او چین یې په دې تورن کړ چې خپلې مالیي یې لوړې کړي دي.
تېره میاشت د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن پر روسیې، شمالي کوریا، ایران او چین په دې اړه بندیزونه ولګول چې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، ټرمپ هم په خپل ټویټر حساب ویلي و، د فابریکو څښتنان او کارکوونکي، بزګران او نور کارګران زما ملاتړي دي خو پر هغوي بد اغېز کوي.
ټرمپ ویلي، چین له ډېرې مودې راهیسې د امریکا سره په ګډه کار کړی، خو هغوي په دې پوهیږي چې زه یوازینی کس یم چې هغوي ته ځواب ویلي شم.



اعلان