د غرمې د خوب (قیلولې) ګټې

روغتیا

د غرمې د خوب (قیلولې) ګټې

192

غرمه کې خوب کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه دي چې بې شمېره ګټې لري، خو ځينې کسان په دې وخت کې خوب ته تر ټولو ډېره اړتیا لري ځکه په ذهني ډول ستومانه وي.
ساینسپوهانو یې لامل مالوم کړی چې ولې ځيني کسان د غرمې پر مهال خوب ته ډېره اړتیا لري او د غرمې له خوب څخه خوند اخلي؟
د جاپان په Tsukuba پوهنتون کې په دې اړه یوه څېړنه ترسره شوې او د روغتیا په پروسیډنګز اف دی نیشنل اکیډمي اف ساینسز په جریده کې نشر شوې چې له مخې یې په یوه جین کې بدلون راتلل د یوې ورځې په اوږدو کې رامنځ ته کیږي.
د څېړنې پر مهال پر موږکانو ازموینه ترسره شوې، چې د جین یا پروټين SIK3 په بدلولو سره یې د موږګانو په عادتونو او خوب کې هم بدلون راوستی دی.
څېړونکو مالومه کړې چې موږکان څومره وخت خوب کوي او د ویښېدلو وخت یې تر کومې اندازې دی، همدارنګه د ویښېدلو په وخت کې یې د هغوي د دماغو په اړه هم مالومات ترلاسه کړي دي.
له څېړنې وروسته څرګنده شوې چې په SIK3 کې د یو امینو ایسډ په ګډولو سره موږګانو ته ډېر خوب ورځي او د ډېر وخت له پاره ویده کیږي، د دې اغېز د موږکانو په دماغو وي او دماغو ته د خوب وروستلو کې ډېر رول لوبوي، که د شپې له خوا ویښ وي نو د ذهني پلوه دومره چست نه وي.
پوهانو ویلي، دا جین د خوب د کنترول کولو له پاره په میکنیزم تر ډېره اغېز کوي، پروټين یا جین د انسانانو په امینو ایسډ کې هم شتون لري چې له امله یې پر خوب اغېز زیاتیږي.
پایلې ښودلې چې دا د انسانانو په ستونزو ځان پوهول او له منځه وړلو کې مرسته کوي، ځکه ډېری کسان د غرمې پر مهال د خوب له امله په ذهني ډول ستومانه او خوب ته اړتیا لري.
څېړنه پر موږګانو ترسره شوې خو دا د هغو انسانانو له پاره هم ده چې د غرمې د خوب (قیلولې) عادت لري.
تېر کال د امریکا کلیفورنیا ایالت د سدرن په پوهنتون کې یوه څېړنه ترسره شوې وه چې په پایله کې یې د غرمې مهال خوب له پاره مناسب وخت درې بجې ښودل شوی و چې یو کس باید تر نیم ساعت خوب وکړي، ځکه د روغتیا له پاره ډېر اړین دی، خو که په دې وخت کې خوب ډېر شي د شپې پر خوب اغېز کوي او انسان ناارامه کوي.



اعلان