نوې امریکايي ایف-۳۵ جټ افغانستان کې بمبارۍ پېلوي

راپورونه

نوې امریکايي ایف-۳۵ جټ افغانستان کې بمبارۍ پېلوي

763

رپوټونه وايي، د امریکا نوې ایف-۳۵ بي جټ الوتکې به راتلونکو څو ورځو کې افغانستان کې لومړي پوځي عملیات ترسره کړي.

دغه جټ نوې جوړې شوي او تر اوسه يې افغانستان کې کومه جګړه کې برخه نه ده اخیستې.

سي این این امریکايي رسنۍ لیکلي چې دغه جټ الوتکې به له عدن خلیج څخه سعودي ته نږدې د فارس خلیج ته ورسېږي چې بیا به افغانستان کې د امریکا له پلي ځواکونو سره په عملیاتو کې مرسته وکړي.

دا نوې جټ الوتکې د امریکا د پرمختللو جټ الوتکو پنځم نسل دی. دا جټ لکه د چورلکې په څېر د کېناستو وړتیا هم لري.

دغه الوتکې په یوه ساعت کې نږدې دوه زره کیلومتره واټن وهلای شي.

دا نوې ډول جټ الوتکې داسې مهال افغانستان ته استول کېږي چې د ملګرو ملتونو د یوه وروستي رپوټ پر بنسټ، د امریکا او افغان ځواکونو د هوايي بریدونو له امله په تېرو شپږو میاشتو کې په ملکي مرګ-ژوبله کې دوه پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تېرو څو ورځو کې په دریو بېلابېلو ولایتونو کې د هوايي بریدونو له امله له شلو ډېر ملکي وګړي وژل شوي چې زیاتره يې د يوې کورنۍ غړي دي.



اعلان