وال سټريټ ژورنال: امريکا له منځني ختيځه د پاټريوټ توغنديو بټرۍ کاږي

راپورونه

وال سټريټ ژورنال: امريکا له منځني ختيځه د پاټريوټ توغنديو بټرۍ کاږي

475

وال سټريټ ژورنال د امريکايي پوځي چارواکو له خولې خبر ورکړی دی، چې متحده ايالات به په راتلونکې مياشت کې له منځني ختيځه د توغنديو ضد سيستم (پاټريوټ توغنديو يو شمېر بټرۍ) وکاږي.

راپور کې ويل شوي چې له اردن، کويټ او بحرين څخه به د پاټريوټ توغنديو څلور سيستمونه وويستل شي.

ورځپاڼې څرګنده کړې چې د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) دا ګام د دې لپاره دی، چې دغه سيستمونه په منځني ختيځ او افغانستان کې د اوږدو جګړو له سيمو لرې په نورو سيمو کې ځای پر ځای کړي او امريکايي پوځ اوس له چين او روسيې سره اندېښنو او ننګونو ته ډېره پاملرنه کوي.

امريکايي چارواکو په وروستيو څرګندونو کې چين او روسيه په راتلونکې کې د خپل هېواد لپاره تر ټولو سخت او خطرناک دښمنان بللي دي. چين په سوداګريز ډګر او روسيه په تکنالوژۍ او وسله کې د امريکا لپاره ستر سرخوږی باله شي.

رسمي امريکايي سرچينې څرګندوي چې دغه څلور سيستمونه به ټول د اوس لپاره امریکا ته ولېږدول شي او هيڅ پلان نه شته چې پر ځای يې بل داسې څه ځای پر ځای شي. د پاټريوټ توغنديو دا سيستمونه دوه په کويټ او يو يو په اردن او بحرين کې ځای پر ځای وو.

سره له دې چې له دې څلورو پرته نور ورته سيستمونه هم سيمه کې شته، خو امريکايي چارواکي ټينګار کوي، چې د دې بټريو له لرې کولو سره به په ټوله سيمه کې د دې سيستمونو له لوري رامنځته کېدونکی توان کمزوری شي.



اعلان