د پاکستان د لومړي وزیر د کور د مېښو پر سر لانجه شوې

پام وړ

د پاکستان د لومړي وزیر د کور د مېښو پر سر لانجه شوې

1888

د پاکستان نوي حکومت د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د کور موټر د لیلام په واسطه پلورلي دي او اوس یې اته مېښې هم لیلام ته وړاندې کړي، خو د لیلام پر مهال یې د چارواکو او پېردونکو تر منځ لانجه شوې ده.
جیو نیوز لیکلي، پېرودنکو د مېښو له لوړ قیمت نه شکایت کړی. هغوی ویلي، د مېښو قیمت هغومره نه دی، څومره چې ایښودل شوی دی.
چارواکو بیا ویلي، دا پرانېستې بولۍ ده، که څوک یې پېري، ودې پېري، ګنې نو ځي دي.
ویل کېږي د بولۍ د چارواکو او پېرودونکو تر منځ شخړه هم شوې ده.
پېردونکي وایي، پر مېښو له بازار څخه دوه چنده زیات قیمت ایښودل شوی دی. د پخواني لومړي وزیر پلویان د مېښو اخیستلو کې ډېره لېوالتیا ښیي.
وړاندې چارواکو ویلي وو چې پخواني لومړي وزیر دغه اته مېښې د خپلو غذایي اړتیاوو د پوره کولو له پاره ساتلې وې.
نوی حکومت وایي، دا غېر ضروري څیزونه دي چې پخواني لومړي وزیر ساتلي وو.



اعلان