ضياءالحق امرخېل د ولسمشر سلاکار ټاکل شوی

افغانستان

ضياءالحق امرخېل د ولسمشر سلاکار ټاکل شوی

262

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا پخوانی مشر ضياءالحق امرخېل په سياسي او د خلکو چارو کې د ولسمشر غني لوړپوړی سلاکار ټاکل شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره ورځ په همدې اړه په يوه فرمان کې څرګنده کړه، چې امرخېل ته د همدې دندې لپاره دغه پوسټ جوړ شوی دی.

ښاغلی امرخېل تېره مياشت د پارلماني ټاکنو د نوماندانو له نوملړه ويستل شوی و. نوموړي هغه مهال د اجرايه رييس پر دفتر تور پورې کړ، چې د هغه مخه نيسي او دا يې حق نه دی.

نوموړی د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز ټيم له لوري ټاکنو کې پر فساد او د ولسمشر غني پر پلوۍ تورن شوی و، خو هغه دا تورونه بې بنياده وبلل او وروسته يې استعفا وکړه.



اعلان