د م.م. کلنۍ غونډه کې ګډونوالو ولې پر ټرمپ وخندل؟

راپورونه

د م.م. کلنۍ غونډه کې ګډونوالو ولې پر ټرمپ وخندل؟

1472

پرون نیویارک کې د ملګرو ملتونو درې اویایمه کلنۍ غونډه پېل شوه چې نن د دویمې ورځې له پاره هم روانه ده.
دغې غونډې ته تر اوسه د امریکا د ولسمشر په ګډون د نړۍ ګڼو مشرانو ویناوې کړي دي.
د ډونلډ ټرمپ د وینا پر مهال داسې شېبه هم وه چې وینا ته ناستو ګډونوالو ورته سخت وخندل.
ټرمپ د خپلو اقتصادي لاسته راوړنو په اړه تالار کې ناستو ډېپلوماټانو ته وویل چې زما حکومت له دوه کلونو څخه په کمه موده کې د امریکا له هر یوه حکومت څخه ډېرې بریاوي ترلاسه کړي دي.
د ټرمپ له دې ادعا سره خلکو وخندل او ټرمپ ورته وویل، ما د داسې غبرګون تمه نه لرله.
د ټرمپ له دې خبرې سره خلکو چکچکې کړې.
د ټرمپ د وینا دغه برخه ګڼو رسنیو خپره کړې او ټولنیزو شبکو کې ډېره لاس په لاس کېږي.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ په خپلې وینا کې د نورو ډېرو هېوادونو یادونه وکړه، خو افغانستان چې امریکا په کې د خپل تاریخ اوږده جګړه کوي، هېڅ یاده یې و نه کړه.



اعلان