حکمتيار: د ټاکنو اوسنی نظام عادلانه نه دی

افغانستان

حکمتيار: د ټاکنو اوسنی نظام عادلانه نه دی

373

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د ټاکنو اوسنی نظام غير عادلانه بللی او څرګنده کړې يې ده، چې په دې نظام کې به د هېواد د نفوس د سلنې ډېره برخه د رايې ورکولو له حقه بې برخې شي.

ښاغلي حکمتيار چې کابل کې يې د عالمانو غونډه کې خبرې کولې، وويل، چې ۹۰ سلنه خلک په اوسني پارلمان کې استازي نه لري. نوموړي زياته کړه، چې په اوسنيو پارلماني ټاکنو کې ۶ مليونه کډوال، ۲ مليونه بې ځايه شوي او ۴۰ سلنه هغه خلک چې د هېواد په نا امنو سيمو کې اوسېږي، د رايې ورکولو له حقه محروم دي.

د حزب اسلامي مشر د ټاکنو اوسنی نظام يو ځل بيا په اوسنيو شرايطو کې نامناسب بللی دی او ويلي يې دي، چې راتلونکی پارلمان به يوازې د يو مليون خلکو د رايو له لارې رامنځته شي.

حکمتيار دې ته اشاره کړې، چې له ديني عالمانو او سياسي ډلو سره له سلا وروسته به د ولسمشرۍ ټاکنو کې ځانګړی نوماند ولري.

ټاکل شوېې ده چې د تلې پر ۲۸مه پارلماني او د راتلونکې کال د لومړۍ مياشتې پر ۳۱مه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.



اعلان