د روغتیا له پاره په مناسب وخت ویده کېدل او ویښېدل ګټور دي

روغتیا

د روغتیا له پاره په مناسب وخت ویده کېدل او ویښېدل ګټور دي

246

روغتیا د ساتلو له پاره په مناسب وخت ویده کېدل او ویښېدل ډېر اړین دي او هر انسان باید په ژوند کې دا خپل عادت وګرځوي.
مشهورې جریدې نیچر د راپور له مخې د امریکا په ډرهام سیمه کې د ډیوک په پوهنتون کې د ارواپوهنې پوهانو د څېړنې په دوران کې د ۱۹۰۰ کسانو چې عمرونه یې ډېر وو څېړنه کړې، له دوی څرګنده شوې چې په وخت نه ویده کېدونکي او نه ویښېدونکي کسان د ډېرو ناروغیو ښکار وو.
د څېړنې په پایله کې ښودل شوي، کوم کسان چې د خوب او ویښېدلو له پاره مالوم او مناسب وخت ونه ټاکي په لسو کلونو کې به د ډېرو ناروغیو لکه د وزن ډېروالی، د وینې فشار، د شکر ناروغي، فلج او د زړه په ناروغیو اخته شي.
پروفیسور جیسکا لنسفورډ ایوري ویلي، بې وخته خوب د هاضمي پر نظام ناوړه اغېز کوي چې له امله یې وزن ډېریږي او د نورو ډېرو ناروغیو لامل ګرځي، موږ وختي د خوب څخه د پاڅېدو په ارزښت پوهیږو خو په څېړنه کې د خپل ژوند په اړه یې د ځواب د پیدا کېدو په لټه کې یو، د ساینس له مخې دا ستونزه روښانه شوې چې په مناسب وخت ویده کېدل او ویښېدل ذهني ستونزې له منځه وړي او دماغو د اغېزمن کېدو مخه نیسي.
د څېړنې په پایله کې څرګنده شوې چې د وینې د فشار ډېری ناروغان د ناوخته ویده کېدو او ناوخته ویښېدو له امله په دې ناروغۍ اخته شوي دي.



اعلان