د ملګرو ملتونو غونډه کې د ټرمپ د خبرو پر مهال اردګان د غونډې تالار پرېښی

راپورونه

د ملګرو ملتونو غونډه کې د ټرمپ د خبرو پر مهال اردګان د غونډې تالار پرېښی

3402

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې د امریکا په نیویارک ښار کې جوړه شوې د ټرمپ د خبرو پر مهال له تالار څخه وتلو ډېرې پوښتنې راولاړې کړي دي، دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې له څخه مودې راهیسې خرابې شوي دي.
د العالم خبري چینل د راپور له مخې خبریالانو او ژورنالستانو د اردګان دا کړنه په ځېر څارلې، د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې چې د نړۍ ۱۳۰ هېوادونو مشران په کې ګډون لري په داسې مهال وځي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله وینا پېل کوي.
رسنیو په راپورونو کې ویلي، چې له ټرمپ وروسته د ولسمشر اردګان د خبرو کولو نمبر و، ټرمپ په خپلو خبرو کې ډېر اړخونه وڅېړل، په ځانګړي ډول د ایران پر وړاندې د بندیزونو په اړه یې د غونډې پر ګډونوال ډېر زور راوړ، ځکه چې ایران په سیمه کې ترهګرۍ ته وده ورکوي.
ترکیې د صباح ورځپاڼې د ټرمپ د خبرو پر مهال د اردګان له تالاره وتل رد کړي او د دواړو ولسمشرانو تر منځ پخوانۍ اړیکې ته یې اشاره کړې ده.
د رجیب سوالو ورځپاڼې خبریال په خپل ټویټر حساب دا خبر ناسم بللی او ویلي یې دي چې ولسمشر اردګان ځکه له تالار څخه وتلی چې له ټرمپ وروسته یې وینا درلوده تر څو د وینا له پاره تیاری وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي ۷۳یمه غونډه په نیویارک ښار کې د سه شنبې په ورځ جوړه شوې چې د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران په کې ګډون لري.



اعلان