روحاني: د ژمنې پر وړاندې ژمنه؛ د ګواښ پر وړاندې ګواښ زموږ تګلاره ده

سيمه او نړۍ

روحاني: د ژمنې پر وړاندې ژمنه؛ د ګواښ پر وړاندې ګواښ زموږ تګلاره ده

402

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبرو په ځواب کې ویلي، د ژمنې پر وړاندې ژمنه، د ژمنې د ماتولو پر وړاندې د ژمنې ماتول، د ګواښ پر وړاندې ګواښ زموږ تګلاره ده.
د العالم خبري چینل د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ د ایران پر وړاندې ویلي و، چې موږ ایران پرېښی او هېڅ ډول مرسته به ورسره ونه کړو، خو په ځواب کې د ایران ولسمشر روحاني د ملګرو ملتونو د دریمې برخې د عمومي غونډې په ترڅ کې وویل: "زموږ هېواد به هېڅکله د داسې دولت سره همکاري ونه کړي چې خپلو ژمنو ته ژمن نه وي او خپلې اقتصادي او یو اړخیزې چارې د ترهګرۍ پورې تړي، خو بده پایله به یې ټول وویني".
روحاني زیاته کړه، د امریکا اوسنۍ اداره د پخوانۍ ادارې تړونونو او ژمنو ته درناوی نه لري او سرغړونه ترې کوي او نه شي کولی چې په دې توګه څوک د خبرو اترو میز ته کښېنوي، زموږ تګلاره روښانه ده، د برابرۍ، ملګرتیا او د پوهې له خبرو اترو پرته بله کومه چاره نشته.
ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر وړاندې پر ایران د برید ګواښونه کړي وو، ټرمپ هڅه کوله چې نوره نړۍ له ایران جلا کړي، د اټومي وسلو په اړه د امریکا پرېکړه تایید او له ایران څخه د تیلو اخیستلو مخه ونیسي، تر څو د نړۍ پالیسۍ ته بدلون ورکړي، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني یې دې ته اړ کړ چې د غونډې پر وړاندې د ټرمپ ځواب ووایي.
ټرمپ وویل: "موږ یو نظام ته اجازه نه ورکوو چې مرګ په امریکا نارې ووهي، اسراییلو او امریکا ته د اټومي وسلو پر مټ له منځه وړلو ګواښ کوي، موږ له ټولو هېوادونو غوښتنه کوو چې د ایران نظام له منځه یوسي ګني دا دښمني به روانه وي".
ټرمپ په کلکه د اسراییلو (صهیوني) نظام دفاع وکړه او د هغوي په جرمونو یې پردې واچولې، خو ایران یې اسراییلي نظام او سیمې له پاره ګواښ وباله.



اعلان