شمال ټلوالې ته د امریکا د استخباراتو ورغلې چورلکه موزیم کې کېښودل شوه

راپورونه

شمال ټلوالې ته د امریکا د استخباراتو ورغلې چورلکه موزیم کې کېښودل شوه

4818

د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په یوولسمه نېټه د الوتکو په واسطه په امریکا بریدونه وشول. امریکا یې پړه په افغانستان کې په مېشتې القاعدې ډلې واچوله او د طالبانو او القاعدې پر ضد یې د جګړې اعلان وکړ.
له بریدونو یوازې پنځلس ورځې وروسته د افغانستان خاورې ته د امریکا د مرکزي استخباراتو ( سي ای ای) لومړۍ چورلکه راغله او پنجشېر دره کې یې د شمال ټلوالې له مشرانو سره وکتل، څو د جګړې له پاره چمتووالی وکړي.
یو ایس ای ټوډی لیکلي چې دغه چورلکه اوس په ویرجینیا ایالت کې د سي ای ای په موزیم کې ایښودل شوې ده.
دغې روسۍ ایم ای-۱۷ ډوله چورلکه کې د سي ای ای اووه مامورین او درې د چورلکه عمله وه.
ګیري شرون چې افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه یې کتابونه هم لیکلي وایي، دا د سي ای ای له پاره له ښو شېبو یوه شېبه وه. هغه دا د خپلو ملګرو له پاره ژوند بدلوونکې پېښه بللې.
دوی پنجشېر ته د یوه افغان پیلوټ په لارښوونه لاړ شي او هلته د شمال ټلوالې له لسو مشرانو سره وګوري. شرون له دغو لسو څخه پنځه یې له وړاندې پېژندل، ځکه شرون له تېرو دوه لسیزو د دوی له مشر (احمد شاه مسعود) سره اړیکې درلودې.
د سي ای ای دغې ډلې نږدې یوه میاشت افغانستان کې تېره کړه او استخباراتي مالومات یې راټول کړل. دوی شمال ټلواله د راتلونکې جګړې له پاره هم چمتو کوله او د امریکا له ځانکړو ځواکونو سره یې همغږي کوله.



اعلان