اردګان ملګرو ملتونو کې: که ټوله نړۍ هم فلسطين ته شا کړي، موږ به يې دفاع پرېنږدو

سيمه او نړۍ

اردګان ملګرو ملتونو کې: که ټوله نړۍ هم فلسطين ته شا کړي، موږ به يې دفاع پرېنږدو

966

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې ټينګار کړی چې که ټوله نړۍ هم فلسطين ته شا کړی، خو هېواد به یې د بيت المقدس دفاع ته ادامه ورکړي. هغه زياته کړه چې انقرې د سوريې پر ادلب ښار د خونړي بريد مخه ونيوله.

اردګان وويل: «که نړۍ فلسطينيانو ته شا ور وګرځوي هم موږ به د فلسطينيانو تر څنګ ودرېدو او د خپلې لومړۍ قبلې قدس له قانوني او تاريخي وضعيت نه دفاع ته ادامه ورکړو».

هغه زياته کړه: «څوک چې پر هغه ظلم چوپ دي چې فلسطينيان ورسره مخ دي، يا هغوی سره د کېدونکو مرستو پر کمېدا چوپ دي، اصل کې د ظالمانو پلوي کوي».

اردګان په خپلو خبرو کې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د امنيت د نړيوالې شورا او ملګرو ملتونو په جوړښت کې دې پراخ سمون رامنځته شي، څو داسې نړيواله اداره موجوده وي چې د مظلومانو مرسته وکړي او د غريبو او وږو اړتيا پوره کړي. د هغه په وينا «نړۍ له پنځو هېوادونو لويه ده».

اردګان د سوريې او نورو هېوادونو د کډوالو په اړه وويل، چې هېواد يې په دې برخه کې د نړيوالو د ملاتړ منتظر دی. هغه دې ته اشاره وکړه چې پر خپله خاوره يې د سوريې پر کډوالو تر دې دمه ۳۲ مليارده ډالر لګولي دي، خو نړيوالو موسسو يې په دې برخه کې يوازې ۶۰۰ مليون او اروپايي ټولنې ۱.۷ مليارد ډالر مرسته کړې ده.

روسيه کې د سپتمبر پر ۱۷مه د هوکړې لاسليک ته په اشاره اردګان څرګنده کړه، په دې سره يې پر ادلب د خونړي بريد مخه ونیوله او حلب، درعا او شرقي غوطه يې له ګواښه وژغورل.

اردګان د وينا پر مهال ملګرو ملتونو ته وړانديز وکړ، چې په خپل چوکاټ کې يوه اداره جوړه کړي چې د ځوانانو چارو ته پاملرنه کوي او مرکز يې په استنبول کې وي.



اعلان