اسفندیار ولي: پاکستان دې افغان کډوالو ته تابعیت ورکړي

سيمه او نړۍ

اسفندیار ولي: پاکستان دې افغان کډوالو ته تابعیت ورکړي

578

د عوامي نېشنل ګوند مشر پاکستان کې زېږېدلو افغان او بنګالي کډوالو ته د تابعیت د ورکولو ملاتړ اعلان کړی دی.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، اسفندیار ولي خان د پېښور باچا خان مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې په هغو خلکو نیوکه وکړه چې د لومړي وزیر عمران خان د اعلان مخالفت کوي.
اسفندیار ولي ویلي، نړۍ کې قانون دادی چې کوم ماشوم کوم هېواد کې وزېږي، نو د هماغه هېواد تابعیت ورکول کېږي. د خان په خبره، پاکستان باید افغانانو ته تابعیت ورکړي، ځکه دوی دلته زېږېدلي دي.
نوموړي ویلي، دا سیاسي نه، بلکې پر انسانیت ولاړه مسله ده.
اسفندیار د تېر په څېر یو ځل بیا ویلي، زه ویاړم چې توکمي افغان یم او دا (پاکستان) مې وطن دی.
هغه زیاته کړې، که راجپوت دلته اوسېږي او ځان ته راجپوت وایي، نو زه چې ځان ته افغان وایم، خلک بیا ولې غوسه کېږي؟.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د لومړي وزیر له لوري کډوالو ته د تابعیت د ورکړې په تړاو څرګندونو غبرګونونه پارولي دي.
بلوچ او سندي قومپاله ګوندونو کډوالو ته د تابعیت د ورکړې مخالفت کړی، خو پښتنو قومپاله ګوندونو یې ملاتړ کړی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې له سلا مشورو وروسته به د کډوالو په اړه پرېکړه وکړو، خو ده کډوالو ته د تابعیت ورکړه د کډوالو حق بللی دی.
پاکستان کې نږدې یو نیم لک بنګالي او شاوخوا درې میلیونه راجستر او غېر راجستر افغان کډوال اوسېږي.



اعلان