نړیوال روغتیایي سازمان: د شراب څښلو له امله نړۍ کې هر کال ۳ میلیونه خلک مري

روغتیا

نړیوال روغتیایي سازمان: د شراب څښلو له امله نړۍ کې هر کال ۳ میلیونه خلک مري

221

نړیوال روغتیایي سازمان ویلي چې هر کال نړۍ کې شاوخوا درې میلیونه کسان د شرابو څښلو له امله مړه کیږي، سازمان په نړۍ کې د خرابې روغتیا لامل او د وژنو شمېره وړاندې کړې، په راپور کې ویل شوي چې په هرو شل کسانو کې د یوه کس د مړینې لامل د شرابو څښل ښودل شوي دي.
د نړیوال روغتیایي سازمان پوهانو ویلي، په شرابو عادت کسان خو هسې هم مري خو د کورنۍ غړي یې هم له ډېر ستونزمن حالت سره مخ کیږي، ځکه شراب څښونکي کسان د کورنۍ په غړو سختي کوي، کور کې وهل ټکول، غلا او نورې ستونزې را منځته کوي، چې له امله یې کورنۍ د بدني، اقتصادي، روحي، ذهني او ټولنیزو ستونزو ښکار کیږي.
نړیوال روغتیایي سازمان په راپور کې ویلي، شراب څښونکي کسان ۲۸ سلنه په ترافیکي پېښو کې وژل کیږي، ۲۱ سلنه د هاضمې د خرابي او ۲۱ سلنه نور د زړه د ناروغۍ له امله مړه کیږي، سربېره پر دې د سږو، معدې، سرطان او ذهني ناروغیو له امله ډېر شراب څښونکي وژل کیږي.
د یادونې وړه ده چې د یوې شمېرې له مخې په نړۍ کې ۲.۳ میلیارده خلک په شرابو اخته دي چې ډېری یې د امریکا او برتانیې اوسېدونکي دي، د ښخو په پرتله ډېر نارینه د شرابو په څښلو عادت دي.



اعلان