چین: امریکا سره د ګواښونو له امله خبرې نه کوو؛ هغوي توره زموږ په مرۍ ایښې ده

سيمه او نړۍ

چین: امریکا سره د ګواښونو له امله خبرې نه کوو؛ هغوي توره زموږ په مرۍ ایښې ده

232

چین تایید کړې چې د امریکا متحده ایالاتو د ګواښونو سربېره به هېڅکله هم د سوداګرۍ په اړه خبرو اترو ته دوام ورنه کړو او دا مناسبه نه ده چې د ګواښ له ویرې خبرو ته تیاری وښایو، امریکا د چین پر تولیداتو ګمرکي مالیه په کلني حساب سره ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړې ده.
ار ټي د راپور له مخې د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر وانګ شین د سه شنبې په ورځ ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو یوازې نوي لوی سوداګریز بندیزونه لګولي، په داسې حال کې خبرې اترې ترسره کول شونې نه دي، ځکه چې امریکا توره زموږ په مرۍ ایښې ده، دا منصفانه چاپېریال کې خبرې نه دي.
د واشنګټن او بیجنګ تر منځ سوداګریزې جګړې زور اخیستی چې امریکا د چین پر تولیداتو کلنۍ مالیه ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړې ده.
چین ویلي و چې سمدلاسه به ورته ځواب ووایي او د امریکا پر تولیداتو یې له ۵ څخه تر ۱۰ سلنه مالیه لوړه کړې چې په کلني حساب سره ۶۰ میلیونه ډالر کیږي.
د امریکا د مالیې وزیر سټيفن منټچین د خپل چینایي سیال سره په دې اړه اړیکه نیولې چې باید د شخړو له منځه وړلو له پاره دوه اړخیزې خبرې اترې پېل شي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا پر چینایي تولیداتو د مالیي ډېرولو د خبرو لړۍ کمزورې کړې ده.
چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر د اګسټ په میاشت کې په واشنګټن کې د ځینو چارواکو سره لیدلي و، له هغې وروسته په دې اړه کومه د لوړې کچې ناسته نه ده ترسره شوې.
وانګ ویلي، خبرې اترې باید پراخې وې ځکه چې دا ګډه ستونزه ده، خو د امریکا متحده ایالاتو دا خبرې رد کړې او د سوداګرې په اړه یې د محدودو خبرو وړاندیز کړي دي، په داسې حال کې نورې خبرې اترې دوام نه کوي.



اعلان